وزيراعظم عمران خان قام ته وېنا

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په سپينو ټكو وئيلي دي كه نړۍ ملګرتيا كوي يا نا د پاکستان واكمند او اولس به تر آخري سلګو د كشميريانو سره ولاړ وي٬د جمعې په ورځ به د پاكستان قام دولس بجو نه تر دولس نيمو بجو كورونو نه بهر كشميريانو سره د يوالي څرګندونه كوي٬ د ستمبر په 27مه نيټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تر غونډې په اوونۍ كښې يوه ورځ به كشميريانو سره د ظلم او تشدد په ضد پاكستانې قام په يوه خله غږ پورته كوي٬ نرېندرا مودي په تكبر كښې لويه غلطي كړې چې ورسره كشميريانو ته د خپلواكۍ ترلاسه كولو موقع ترلاسه شوې٬ پاکستان د كشمير په كشاله نړيوال پام راګرځولو كښې بريالې شوے٬ په وخت د سفارتكارۍ او دفاعي چتوالي نيولو سره د هند د ناسمه فېلګ آپرېشن عزائم په ډاګه شوې٬ د ملګرو ملتونو ذمه واري ده چې د كشميريانو سره د رېفرنډم لوظ نر سره كړي٬ د نړۍ د 1.25 اربه مسلمانانو سترګې ملګرو ملتونو ته دي٬ ھغوي خپل آخري چال چلولې ٬ اوس چې څه كولدي مونږ به كوو٬ كه دا مسئله جنګ پلو لاړه نو دواړه هېوادونه اتومي طاقتونه دي٬ اتومي جنګ به هېڅوك نه ګټي او د دې به په منطقه نه په ګرده نړۍ اثرات مرتب كېږي٬ په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ لويه ذمه واري جوړیږي ٬ ايا لوے لوے هېوادونه به يوازې د خپلو ماركيټونو ګټې ته ګوري۔ د ګل په ورځ قام ته خپله وېنا كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل زه نن تاسو سره يوازې د كشمير په معامله خبرې كول غواړم او دا وئيل غواړم چې نن د كشمير څه صورتحال دے٬ تراوسه مونږ څه كړې او وړاندې څه كوٶنكې يو ٬ مونږ په ھغه موړ ولاړ يو كوم چې د پاكستان د كشمير پاليسۍ يو پرېكنده وخت دے٬ دې لپاره ضروري ده چې زه ټول قام په اعتماد كښې واخلم او د اصل صورتحال نه ئې خبر كړم چې زمونږ قام څه كوٶنكې دے۔ ده ووئيل كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو زمونږ دا وړومبۍ هڅه وه چې مونږ هېواد كښې امن راولو او خلقو لپاره د روزګار موقعې او د هېواد تجارت زيات كړو ٬ مونږ هم ھغه مسئلې لرې كومې چې هند لري٬ هلته هم بې روزګاري ده او د موسمياتي بدلون آغيز غوندې مسئلې ورپېښې دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ ټولو سره د دوستۍ كولو هڅه كړې٬ افغانستان كښې مو هم د پوځي حل په ځائ سياسي حل لپاره هڅې كړې او د لوي څښتن په مننه هلته امن پلو په تندۍ سره پېشرفت شوې ۔ ده ووئيل مونږ وئيلي وٶ چې كه هند يو قدم رواخلي نو مونږ به دوه قدمه وروړاندې شوو٬ مونږ به د كشمير مسئله د خبرو د لارې هواره كړو خو د ابتداء نه په دې لړ كښې مسئلې رامخې ته كېدل پېل شو۔ ده ووئېل مونږ چې كله خبرو اترو خبره كوٶ نو يوه نوې خبره به ئې پېل كړه او د موقعې په لټون كښې به وٶ چې په څه نه څه توګه په پاكستان د ترهګرۍ تور ولګولې شي۔ وزیراعظم ووئيل هند كښې ټول ټاكنو كښې د بي جے پي اېنټي مسلم او اېنټي پاكستان كمپائن چلېدو٬ د دې نه پس د پلوامه پېښه رامخې ته شوه٬ دا په كشميريانو د هندي ظلمونو په ضد غبرګون ٶ او يو كشميري زلمي ځانمرګي بريد وكړو۔ ده ووئېل هند د دغې وجوهاتو جاج اخستو په ځائ موقع ولټوله او په پاكستان ئې ذمه وار ګرځولو سره تور ولګولو۔ ده ووئيل مونږ بشپړه هڅه كړې وه چې څه ثبوت راكړې نو مونږ به كاروائي وكړو خو داسې اونه شول٬ مونږ دا سوچ وكړو چې هند كښې به د ټاكنو نه پس صورتحال بدل شي خو د ټاكنو نه پس مونږ وكاته ھغوي پاكستان يوازې كولو لپاره اېف اے ټي اېف څخه بلېك لسټ كولو لپاره بشپړه هڅې وكړې٬ نو بيا مونږ پرېكړه وكړه چې دوي سره خبرې اترې نه دي پكار او اوس مونږ دا كاته چې دوي به وړاندې څه كوي ۔ ده ووئېل دوي د اګست په 5مه نيټه كشمير ته اضافي عسكر رالېږلو سره كشمير د هند برخې جوړولو پرېكړه وكړه٬ په دې پرېكړه كښې دوي د نړيوالو ادارو٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو ٬ د خپل آئين او د خپل سپريم كورټ او هائي كورټ د پرېكړو هم خلاف ورزي وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل د كشمير خلقو سره ګاندهي او نهرو چې كوم لوظونه كړي وو دوي د هغې په ضد هم لاړل۔ده ووئيل هند د سيكولر آئين دعوی كوله او تراوسه به دا وئېل كېدل چې هند د ټولو دے او د هغوي دې وروستۍ پريكړې د هغوي سيكولرازم هم څرګند كړې۔ ده ووئېل هند د اګست په 5مه نېټھ دا پیغام وركړې جې هند يوازې د هندوانو دے او پاتې نور ټول د دوهمې درجې وګړي دي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د آر اېس اېس او د بي جے پي نظريه د اقليتونو په ضد ده۔ده ووئيل د مودي سركار پالېسۍ د آر اېس اېس نتيجه ده او دا نظريه د هندوانو د بالادستۍ ده چې پكښې د مسلمانانو په ضد نفرت دے۔د آر اېس اېس نظريه دا وه چې هند يوازې د هندوانو دے ۔ ده ووئېل د فېرنګيانو نه د آزادۍ نه پس اوس وخت د هندو راج دے۔ده ووئيل د دوهم لوي جنګ نه وړاندې هټلر او مسوليني د هغوي رول ماډل وو۔د آر اېس اېس باني مشرانو په فاشست او نسلي بالادستۍ باور لرلو او هم دې نظريې مهاتماګاندهي قتل كړې ۔ده ووئيل قائداعظم چې د اتحاد سفير ؤ هم د دغې نظريې په كتلو يې د پاكستان تحريك شروع كړې ؤ ۔ ده ووئېل هندوانو د نفرت په بنياد او نظريه بابري جومات شهيد كړو او په ګجرات كښې يې د مسلمانانو قتل عام وكړو ۔وزيراعظم ووئيل د كانګرېس د پخواني حكومت د كورنيو چارو وزير هم وئېلي وو د آر اېس اېس په كېمپ كښې ترهه ګر تربيه كولې شي۔دا هغه ترهه ګر دي كوم چې په سړكونو خلك وژني او نن هم هغه نظريه هندي حكومت خپله كړې ۔وزيراعظم ووئيل زمونږ نظريه د قرآن او نبي(ص) د سنت په بنياد ده۔د مدينې په رياست كښې زمونږ نبي(ص)په ميثاق مدينه لاس ليك وكړو چې پكښې ټولو اقليتونو ته د دوي د عبادت ځايونو د حفاظت ضمانت وركړې شو۔ده ووئيل د وخت خليفه حضرت علي(رض) نه د هغه وخت يو اقليتي وګړي مقدمه ګټلې وه٬د كومې چې په جديده دنيا كښې هېڅ تصور نشته۔وزيراعظم عمران خان ووئيل نريندر مودي ډېره لويه غلطي كړې زه وئېل غواړم او انشاﺀ الله وخت به ثابته كړي چې د كشمير خلكو ته د آزادۍ ترلاسه كولو تاريخي موقع په لاس راغلې ٬مودي په تكبر كښې لويه غلطي كړی او تاريخ ګواه دے چې نړۍ ته لويې لويې فرعونان راغلي او په تكبر كښې يې داسې غلطۍ كړې چې په وجه يې هغه تباه شوي۔ده ووئيل نريندر مودي تاريخي بلنډر كړې٬د هغه په ذهن كښې دوه څيزونه وو چې پھ كشمير كښې به دومره تشدد وكړو چې ټول به غلې كيني او بله دا چې د پلوامه په طرز به د ترهه ګرو د بريد جعلي ډرامه وكړو او د دغې په بهانه به د كوم جعلي فليګ آپرېشن غوندې كاروائي وكړو۔وزيراعظم ووئيل مونږ په دواړو څيزونو كښې بريالي شوي يو اول دا چې مونږ د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړه٬په دې لړ كښې مو د نړۍ بېلا بېلو مشرانو سره خبرې وكړی٬مونږ بهر مېشته پاكستانيانو ته پېغامونه ورلېږل٬د بشري حقونو ډلې مو فعاله كړې دغسې زمونږ په هڅو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د 1965 نه پس په وړومبي ځل په كشمير غونډه راوبللې٬ شوه ۔ ده ووئېل د سلامتې كونسل غونډې سره كشمير يوه نړيواله مسئله شوه او دا يوه لويه كاميابي ده۔ده ووئيل مونږ نړيوالې مېډيا ته هم د دې مسئلې په اړه رېښتنې خبرتيا وركړې چې په نتيجه كښې يې په نړيواله كچه دا مسئله په ډاګه شوې۔وزيراعظم ووئيل دغسې د آزاد كشمير څخه د ترهه ګرو د راتللو د ډرامې كولو د جعلي آپرېشن پلان نه هم مونږ ټوله نړۍ د وړاندې نه خبر كړه چې دوي به اوس داسې كوي۔ده ووئيل زمونږ پوځ هم پوره چمتو ولاړ دے او د هغوي لپاره داسې كول مشكل شول۔وزيراعظم ووئيل زه د پاكستانۍ مېډيا مننه كولو هم غواړم كومې چې د اګست د 5مې نېټې نه پس ډېر مثبت كردار ترسره كړې او په نتيجه كښې يې نړيواله مېډيا هم پوهه شوې چې د آر اېس اېس آئيډيالوجي څه ده۔ده ووئيل په كشمير كښې چې كوم ظلم او تشدد كېږي دا پھ نظر كښې ساتلو سره به زمونږ تحريك وړاندې چلېږي٬په دې كښې د مېډيا كردار ډېر مهم دېے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل وړومبې چې مونږ ټول پريكره وكړو چې په دې معامله اوس ټول قام له كشميريانو سره اودرېدل دي٬كشميرې اولس پھ دې وخت كښې په مشكل كښې دے او بايد هغوي ته معلومه وي چې ټول قوم دوي سره ولاړ دے۔ده وئيل زه به د كشمير سفير جوړېږم٬د نړۍ په مېډيا كښې به د كشمير مسئله پورته كوم ٬ د كومو هېوادونو مشرانو سره چې زما خبره كېږي هغه ټول به د كشمير صورتحال نه خبروم۔ده ووئيل په هند كښې پھ دې وخت كښې كوم عام حكومت نه دے دا په يوه يرونكې نظريه چلېږي كومې چې د وړاندې نه لويه تباهي كړې ۔ ده ووئېل زه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ټوله نړۍ خبروم۔مونږ به د اسلامي نړۍ ټول مشران هم د حقيقت نه خبروو۔ده ووئيل د مايوسه كېدو ضرورت نشته ٬ ځينې اسلامي حكومتونه د تجارت او د كومې بلې وجې په دې مسئله غلي دي٬نن نه خو سبا به هغوي په دې مسئله زمونږ ملګرتيا كوي۔ ده ووئېل په بوسنيا كښې هم داسې شوي وو اول څوك هم د بوسنيا مسلمانانو سره نه وو ولاړ او وروستو چې كله په دوي ظلمونه رامخې ته شول او بوسنيا دا مسئله پورته كوله نو د ټولې نړۍ مسلمانان هغوي سره ولاړ وو۔وزيراعظم ووئيل زه دا ذمه واري اخلم چې د كشمير مسئله به په ټولو فورمونو پورته كوم او بهر مېشته پاكستانيان او كشميريان به هم د دې مسئلې په ډاګه كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي ۔ ده ووئېل مونږ به خلك خبر كړو چې په 80 لكه كشميريانو څنګه ظلم كېږي۔ده ووئيل زما د ټولې وېنا مقصد دا دے چې كشمير سره كه نړۍ اودرېږي يا نه٬د پاكستان اولس او حكومت به هغوي سره ولاړ وي ۔ ده ووئېل مونږ له په ګډه كشمير ته دا پیغام وركول دي چې هغه 80 لكه كشميريان كوم چې اوس په كرفيو كښې ژژند كوي ٬مونږ د هغوي سره ولاړ يو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل كشميريانو سره د يو والي څرګندونې لپاره دې هره اونۍ ټول خلق د سكولونو ٬پوهنتونونو٬ كورونو او د دفترتونو نه نيم ساعت لپاره بهر راوځي۔دا احنجاج به د راتلونكي جمعې نه د ورځې 12 بجو نه تر 12نيمو بجو پیل كېږي كوم به چې د ستمبر تر 27مه نېټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تر غونډې هره اونۍ دوامداره ساتلې شي۔د كشمير خلق نن مونږ ته ګوري٬مونږ دوي ته وئېل غواړو چې تر څو يې آزادي نه وي ترلاسه كرې مونږ به دوي سره ولاړ يو۔ده ووئيل مونږ له نړۍ ته دا هم ښودل دي چې په كشميريانو څنګه ظلمونه كېږي او د كشمير خلكو ته ښودل دي چې ټول قوم ستاسو سره ولاړ دے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل زما دا ايمان دے چې د هند حكومت په تكبر كښې چې څه كړي دا به وخت ثابته كړي چې هغوي كشمير ته د آزادۍ موقع وركړې او هغوي خپل وروستې چال كارولې٬اوس چې څه كول وي مونږ به كوو۔وزيرعظم ووئيل د ملګرو ملتونو هم لويه ذمه واري ده چې كشميريانو سره كړې لوظ د ريفرنډم تر سره كړي چې دوي پاكستان يا هندوستان سره تلل غواړي۔ملګرو ملتونو ته وئېل غواړم چې 100 اربه مسلمانان ستاسو پلو ګوري ۔ ده ووئېل په مسلمانانو چې كوم ظلم كېږي٬ملګري ملتونه به د دوي مرسته كوي يا نه ؟ يا لويې لويې هېوادونه به يوازې د خپلو ماركيټونو ته ګوري۔ده ووئيل كه دا مسئله د جنګ پلو لاړه نو دواړه هېوادونه اتومي طاقتونه دي٬اتومي جنګ به هېڅوك اونه ګټي۔د دې به په دې منطقه نه بلكې په ټوله نړۍ آغېز اوشي۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې د نړيوالې ټولنې لويه ذمه واري جوړېږي ۔نړۍ دې راشي يا نه٬مونږ به په هره كچه او تر وروستۍ سلګۍ كشميريانو سره ولاړ يو

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں