اولس د سختو حالاتو مقابله و كړه ٬ اوس د دوئي په ژوند كښې د خوشحالۍ وخت راروان دې۔ نوې كال به د پرمختګ ٬ معاشي استحكام او اولسي خېر ښېګړې كال وي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 01 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي نوې كال به د پرمختګ ٬ معاشي استحكام او اولسي خېر ښېګړې كال وي۔ پاكستاني اولس د سختو حالاتو مقابله وكړه اوس ددوئي په ژوند كښې د خوشحالو او خوشخبرو وخت راروان دې۔ د شورؤ په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په كال 2020ء كښې به كه لوئے څښتن ته منظور وي د اولس هيلې ترسره شي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان په سختو حالاتو كښې زړه ورې پرېكړې كولو سره د هېواد معيشت په سم لوري اچولې دې۔ ددې پرېكړو مېوې به راتلونكو مياشتو كښې اولس ته ورسي۔ دې دعا وكړه چې لوئے څښتن دے نوے كال پاكستان او نړۍ كښې ژوند كوؤنكو لپاره د امن او سلامتيا كال وګرځوي

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں