اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري په مشرۍ د معذوره كسانو د حقونو په اړه د کونسل (سي آر پي ډي) وړومبۍ غونډه د بشري حقونو وزارت كښې شوې ۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ، د اطلاعات وزارت ، خزانې، د تعليم نمائندګانو پشمول د سي ډي اے چيئرمېن ، د انسټيټيوټ آف ري هيبلي ټېشن ميډيسن ايګزيکټو ډائريکټر او معذوره كسانو ګډون وكړو۔دا خبره دې ياده وي د معذوره كسانو د حقونو کونسل د آئي سي ټي رائټس آف پرسنز آف ډس ايبلټي ايکټ 2020ء ترمخه جوړ شوے د كوم اطلاق چې په ستمبر 2020 كښې شوے۔ دا قانون د اسلامي جمهوريه پاکستان دستور له مخې د معذوره كسانو حقونو او شموليت ته ودې وركولو او تحفظ باوري كولو له جوړ دے۔ پاکستان د معذوره كسانو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنونشن (يو اين سي آر پي ډي) 2011 توثيق کړے ؤ۔په غونډه كښې د کونسل کردار او افعال ته پام لرنه شوې ۔ په دې مهال غړو ته د پي ډبليو ډي په اړه د قانون سازۍ موجودہ صورتحال او ادارہ جاتي ميکنزم په اړه بريفنګ وركړے شو