د امن خواهش زمونږ طاقت دې، دا دې چرې هم كمزوري ونه كڼلې شي، صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ټويټ

image

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د امن خواهش زمونږ طاقت دې، دا دې چرې هم كمزوري ونه ګڼلې شي۔ د هندي جارحيت په ضد د پاكستان كامياب ځوابي كارروائي 2 كاله په پوره كيدو خپل ټويټ كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان سيمه كښې د امن په ځائې ساتلو خواهش زمونږ كمزوري نه بلكه طاقت دې۔ په دې موقع ده د پاكستان د فضائي حدود خلاف ورزي كونكي د هند هڅې ناكامه كولو د هېواد وسله والو ځواكونو ته هم سلام وكړو۔ صدر مملكت ووئيل مونږ د هند جنګي الوتكي په خپله سيمه كښې رانسكوره كولو سره د ټولو جارحيت خوښو په ضد عزم مظاهره كړي۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي خو د كشمير مظلوم اولس د قربانيو په قيمت نه۔

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں