د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ دې زر جوړ كړے شي. شاه محمود قريشي

image

ملتان 06 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ دې زر جوړ كړے شي، د پنجاب حكومت دې په دې كار زر ترسره كړي. د اتوار په ورځ په ملتان كښې د پاكستان تحريك انصاف د كاركنانو لخوا د ده په درنښت كښې جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې اولس ته زېرې وركول غواړم چې په دې بجټ كښې به د سوئيلي پنجاب خپل جلا فنډ وي كوم به چې د آبادې په بنياد وركولې شي. ده ووئيل چې د تحريك انصاف حكومت به نه يوازې خپله موده پوره كوي بلكې د كال 2023م په ټاكنو كښې به د خپلې كاركردګۍ په بنياد اولس ته ځي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں