د ترهه ګرۍ ختمولو او جرمونو مخنيوي لپاره د پوليس ځوانانو او افسرانو ځانګړي قربانۍ وركړې:سردار اياز صادق

image

اسلام آباد۔4اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سردار ايازصادق د پوليس شهيدانو ورځ په موقع د پوليس شهيدانو افسرانو او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو او جرمونو مخنيوي لپاره د پوليس ځوانانو او افسرانو ځانګړي قربانۍ وركړې۔د پوليس شهيدانو ورح په موقع په خپل پيغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ټول قام د شهيدانو په ورځ د پوليس شهيدانو ته سلام كوي،ټول قام د پوليس په بهادره ځوانانو او افسرانو فخر كوي۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به ياد ساتلے شي،د ترهه ګرۍ په ضد دنګ او نورو پېښو كښې د شهيد شويو پوليس اهلكارو او افسرانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوم۔ده ووئيل د پوليس کے بهادر افسرانو او ځوانانو د ترهه ګرۍ ختمولو او امن لپاره په زړه پورې كردار ترسره كړې۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں