اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل وئيلي دي د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل كول د پاکستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده٬ د هند چې په خله څه راځي وائي ٬ د كشمير په اړه حقائق بدلېدې نه شي٬ د کشمير پحقله پاكستان په خپل اصولي دريځ ولاړ دے٬ دا لاره چې هر څومره سخته وي پرېكړه به په دې موقف كېږي٬ په مقبوضه کشمير كې د هندي اقداماتو په اړه د انصاف نړيوال عدالت سره مراجعه كولو لپاره مشاورت روان دے ۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر ووئيل د مقبوضه جمو و کشمير د تېرو 25 ورځو راهسې نړۍ څخه رابطه منقطع ده او هلته د داروګانو او خوراك څښاك څيزونو كمې دے٬ او دغسې مواصلات هم هند بند كړې۔ ده ووئيل مقبوضه جمو و کشمير كښې پرله پسې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي۔ وياند په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي د هندي ناكردو او ظلمونو خبر واخلي۔ ده ووئيل هندي منافقت اوس نړۍ ته په ډاګه شوې ٬ وړومبې ئې وئيل چې كشمير نړيواله مسئله ده او اوس وائي چې دا زمونږ كورنۍ مسئله ده۔ وياند واضح كړه چې كشمير يوه متنازعه سيمه ده او پاكستان په خپل دريځ كلك ولاړ دے ٬ دا مسئله هم د كشميري اولس د هيلو له مخې به هوارېږې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د كشمير په مسئله كله هم دوه اړخيزه خبرو نه په شا شوې نه دې۔ ده ووئيل د منطقې صورتحال او د كشميريانو د جذباتو نه غېر مخ په وړاندې تګ نه شي كېدې ٬ د كشمير مسئله يو ون يونټ نه بلكې هلې ځلې دي۔ د امريکې طالبانو خبرو اترو په اړه وياند ووئيل پاکستان د افغان امن عمل خبرو په اړه مخلصانه هڅې كړې او د امريكې او طالبانو ترمېنځه خبرې په آخري پړاٶ ته رسېدلې٬ پاکستان په افغانستان كښې امن غواړي او په افغانستان كښې امن عمل له به سهولت كاري روانه ساتي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل په غونډه كښې ګډون لپاره جنيوا ته ځي او زمونږ خاص استازې تهمينه جنجوعه د وړاندې نه هلته موجود ده۔ هند سره د فضائي حدودو بندولو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په دې معامله په لوړه كچه بحث شوې خو په دې لړ كښې كومه ختمي پرېكړه نه ده شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل کلبھوشن ياديو ته د قونصلر رسنې په اړه هندي حكومت سره په تماس كښې يو او د اسرائيل په اړه د پاكستان پاليسي