پاكستان او قزاخستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې روانو ساتلو له اتفاق

image

وكړو
نيو يارك 25 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او قزاخستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې روانو ساتلو له اتفاق كړې۔ دا اتفاق د شورو په ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 74مې غونډې په موقع د قزاخستان خپل همڅنګ سره ملاقات كې راغلې ۔ د خبرو اترو په مهال په مقبوضه جمو و كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پشمول منطقه كښې د امن او امان په ناوړه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان قزاخستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ د مقبوضه كشمير تازه صورتحال نه خبرولو سره خارجه وزير ووئيل هند د اګست په 5مه نيټه يو اړخيزه كاروائي كولو سره د مقبوضه جمو و كشمير خاص آئيني حېثيت ختم كړې ٬ هند د جبر د لارې د مقبوضه سيمې آبادياتي تناسب بدلول غواړي٬ د دې مقصد ترلاسه كولو لاپره هند د تېرو 52 ورځو راهسې په بې ګناه كشميريانو د كرفيو په شا سخت تشدد كوي۔ ده ووئېل په مقبوضه جمو و كشمير كښې د پرله پسې كرفيو له امله خلقو ته روغتونونو ته رسنه٬ خوراك او د داروګانو په ترلاسه كولو كښې ستونزې رامخې ته كېږي٬ صورتحال د دې خبرې متقاضي دے چې نړيواله ورورولي د مقبوضه جمو و كشمير 80 لكه مظلومه انسانان د هندي استبداد څخه خلاصولو لپاره خپل كوټلې كردار ولوبوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي د نيوكليئر سپلائر ګروپ مشري قزاخستان سره د پاتې كېدو په سوب د قزاخستان خپل همڅنګ ته په نيووكليئر سپلائر ګروپ كښې شاملېدو لپاره د غېر امتيازي سلوك ساتلو هيله څرګنده كړه۔ دواړو مشرانو د منطقې امن او استحكام لپاره د شريكو هلو ځلو روانو ساتلو لپاره هم اتفاق وك

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں