هند د بشري حقونو خلاف ورزي كوي

image
APP32-07 ISLAMABAD: November 07 - President Dr. Arif Alvi in a meeting with the delegation of ASEAN Parliamentarians led by President of Malaysian Consultative Council of Islamic Organization (MAPIM) Haji Mohd Azmi Hamid, who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي هند د پنځم اګست راهسې مقبوضه جمو كشمير كښې د غېر قانوني محاصرې كولو سره د كشميري اولس بشري حقونو ته زيان رسوي٬ په مقبوضه كشمير كښې انساني الميه راپیدا شوې چرته چې د خوراك او داروګانو كمې دے٬د هند د اړخه جاري نقشې غلطې٬غېر حقيقي او د سلامتي كونسل قراردادنو په ضد دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آسيا پارليماني غړو اتلس كسيزه پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ليدلې وو۔په پلاوي كښې د انډونېزيا٬ملائېشيا٬برونائي درالسلام٬كمبوډيا او د تهائي لينډ سول سوسائټۍ غړي او پارليماني غړي شامل وو۔اولس مشر ووئيل پاكستان په نړيوال فورمز د هند د اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو معامله پرله پسې پورته كړې۔ده ووئيل د نړيواله ورورولۍ دا ذمه وارۍ ده چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو خبر واخلي او د هغې حل له اقدامات وكړي۔ده په 2 نومبر د هند داخله وزارت د اړخه جاري كړی د هند سياسي نقشې غندنه وكړه چې پكښې د ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير پشمول د جمو كشمير سيمه د هند برخې په توګه ښودلې شوې۔ده ووئيل پاكستان د هند د اړخه جاري كړی دغه سياسي نقشې مسترد كړي۔د اېم اے پي آئي اېم اے صدر ووئيل د هند د اړخه د 5 اګست او 2 نومبر د پورته كړو اقداماتو غندنه وكړه۔ده باور وركړو چې د آسيا هېوادونه به د هند د اړخه د مقبوضه كشمير اولس د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ټولې نړۍ په وړاندې پورته كولو له كردار ترسره كوي۔د پلاوي غړو په كشميريانو د هندي ظلمونو او د هغوي د شناخت ختمولو غندنه وكړه۔په پلاوي كښې شاملو غړو د آسيان/ كشمير ايډووكيسي ډلې جوړولو اعلان وكړو چې مقصد يې په نړيواله كچه د كشمير

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں