د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وفاقي كابينې نه پس مېډيا ته بريفنګ

image
APP71-10 ISLAMABAD: December 10 – Special Assistant to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)وفاقي كابينې د هند په لوك سبها كښې د منظور كړي شخړيز شهريت بل سخته غندنه كولو سره وئېلي دي د هند داسې ګامونو د هغوي اصل څېره بې نقابه كړې٬كابينې د مريم نواز نامه د اي سي ايل نه اخوا كولو په حقله دا پريكړه د كابينې سب كمېټۍ ته سپارلې ٬حكومت به د دغې كمېټۍ د وړاندېزونو او سوبونو ترمخه خپله پريكړه كوي٬وزيراعظم د سزا شويو او مفرورانو كسانو د مېډيا بيانونو مخ نيوي له د پيمرا پشمول ټولو ته په مشاورت د لائحې جوړولو لپاره د قانون او انصاف وزير ته سپارښتنه كړې٬كابينې د سكوك بانډز او اسلام آباد لوكل ګورنمنټ ايكټ باندې په تحفظاتو لرلو دواړه سمرۍ بېرته واخستلې٬حكومت په پنځلسو مياشتو كښې په سوئي ګيس٬برېښنا٬كركيله او د فرټېلائزر د 401 ارب روپو سبسډي وركړی٬وزيراعظم عمران خان د اسلام آباد ټول روغتونونه په مثالي ادارو بدلولو سپارښتنه كړی ده ۔د نهې پھ ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې دې ووئيل د هند په لوك سبها كښې د شهريت په حقله د قانون سازۍ سخته غندنه كولو سره وئېلي شوي په داسې قانون جوړولو د هند سركار تش په نامه د لبرازم پرده د مخ نه لرې شوې او دا د آر اېس اېس د نظريې د ودې او ايجنډې عملي مثال دے۔كابينې د 1971 د جنګ اتل كرنل سليمان شهيد لپاره فاتحه خواني هم كړې دغسې كابينې د مېډيا په ځينو برخو كښې د اشتهاري ملزمانو او د سزا شوو كسانو د بيانونو چلولو په حقله د غېر ضروري پروجېكشن وركولو په پیښو د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي په مهذبه ټولنو كښې چرته هم ملزمان او خاص توګه هغه چا چې د اربونو روپو قامي خزانې ته زيان رسولې يا پرې تور وي داسې كسان د مېډيا كارولو اجازه نه لري۔د آبي وسائلو وزير كابينې ته ووئيل په دې حقله ما پيمرا ته حق ليكلې او د هغوي پام دې پلو ګرځولې شوې۔ خاص مرستيالې ووئېل د اسلام آباد لوكل ګورنمنټ ايكټ ترمخه د لوكل ګورنمنټ كمېشن جوړولو سمري بېرته اخستلې شوې دغسې كابينې د بلوچستان هائي كورټ جج جسټس عبدالله بلوچ د سپيېشل آپيلټ كورټ جج بلوچستان لپاره منظوري وركړی ۔ دا به د قاچاق مخ نيوي قانون 1977 شق (1) 46 ترمخه ټاكنه وي۔كابينې د اسلام آباد په روغتونونو كښې د سروس ډيلوري او رنځورانو ته غوره آسانۍ باوري كولو لپاره روغتونونو ته اجازه وركړی چې د مرمت او مينټيننس په حقله چې د كارونو په لړ كښې روغتونونه د خپلو تكنيكي ضرورياتو ترمخه دا كار د كومې هم ادارې څخه كولې شي او په دې لړ كښې به يوازې پي ډبليو ډي څخه د كار كولو شرط لاګو نه وي۔كابينې اوورسيز پاكستانيز فاؤنډېشن په بورډ آف ګورنرز كښې د عرفران مصطفٰی٬ذوالقرنين علي خان او د حارث چوهدري د لګولو منظوري وركړې دغسې د وركرز ويلفيئر فنډ د ګورنر بورډ د تنظيم نو منظوري هم وركړی شوې۔د مسابقتي كمېشن پاكستان مشرې وديا خليل كابينې ته د غنمو٬وړو٬چينو او د نورو خوراك څيزونو د نرخونو كنټرول كولو په حقله بشپړ بريفنګ وركړے ٬ د وړو٬چينو نرخونو د اضافې په ګيلو د مختلفو ميلونو او شوګر مليونو په ضد د كاروائۍ په حقله هم كابينه خبر كړی شوې او د مسابقتي كمېشن لا فعاله كولو لپاره بېل وړاندېزونه وركړې شول۔ دې ووئېل وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحاتو مشر ډاكټر عشرت حسېن ته سپارښتنه وكړه چې د كمېشن لا فعاله كولو لپاره وړاندېزونه په يوه اونۍ كښې حتمي كړي۔د توان وزير د برېښنا نرخونو په حقله كابينې ته ووئيل كه اوسنې حكومت يو پلو د ګردشي قرض ختمولو لپاره كار كوي نو بل خوا د برېښنا غلا او لائن لائسسز مخ نيوي له هم هڅې كوي۔ده ووئيل د مياشتې په كچ ګرديشي قرض د 39 ارب نه 12 ارب ته راوستلې شوې او دا به ډېر زر ختم كړی شي۔د ګاز نرخونو په حقله كابينې ته ووئيل شو حكومت دا خبره باوري كړې چې تر 300 يونټس كارونكو باندې اضافي بوج د نرخونو پرې نه اوځي دغسې د كورونو صارفينو ته 242 ارب روپۍ٬صنعتونو ته 29 او زرعي څانګې ته 100 ارب روپۍ سبسډي وركړی كېږي۔ دې ووئېل اوسني حكومت د كورونو صارفينو لپاره 45 ارب روپۍ سبسډي زياته كړې۔خاص مرستيالې ووئيل پخوا د اېن اېن جي پي اېل لپاره اېس جي سي د اړخه په ځايې توګه جوړ شوي د ګاز ميټرې اخستل په نامعلومه سوبونو بندې كړی شوي او د بهر نه ميټرې راغوښتلې شوې خو اوسني حكومت دغه پالېسي ترك كړې او د اېس اېس جي سي د اړخه د ګاز ميټرو جوړولو عمل بيا پېل كړی شوې۔ دې ووئېل كابينې د سول ايوي اېشن اتهارټي اضافي چارج د هوا بازۍ سېكتر حسن ناصر جامي له د وركولو منظوري هم وركړی۔كابينې افغانستان او پاكستان حكومتونو ترمينځه د نشه اي توكو په ضد د ميمورنډم آف انډرسټينډنګ لاس ليك كولو منظوري هم وركړی ۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د پارليمان اصل كار قانون جوړول دي كه پارليمان خپل دا كار كولو نو حكومت ته به د آرډيننس د لارې د قانون جوړولو ضرورت نه ؤ۔دې ووئيل د قانون جوړولو لپاره د يوې كمېټۍ جوړولو خبره وشوه نو حكومت هغه پوره كړه۔د پروډكشن آرډر لپاره ووئيل شول چې په ملا يې دړد دے او تر څو چې غونډه روانه وي په پارليمان كښې دې اوساتلې شي٬حكومت دغه خبره هم اومنله خو مخالفه ډله وائي يو څه او كوي بل څه۔ دې ووئېل اصل مسئله څه بله ده۔تېر ورځ د سيالكوټ څخه تعلق لرونكي يو سياستمدار ووئيل مونږ به د حكومت سره د قانون په جوړولو كښې مرسته نه كوو٬مخالفه ډله دې په خپله ادا په خپله غور وكړي٬حكومت كه كومه خبره وكړي نو بيا به ګيله كوي۔دې مېډيا ته ووئيل مېډيا دې يوازې دا اوګوري چې د لندن دورې لپاره ټكټونه د كوم اكاؤنټس نه واخستلې شول او نور خرڅونه د كوم ځاې نه وشول ٬هر څه به رامخې ته شي۔مېډيا دې په دې حقله تحقيقاتي صحافت وكړي۔دې ووئيل د سوئي ګيس پرېشر كمي په حقله وزيراعظم د دريو مياشتو د طلب او رسد معلومات غوښتې دي ٬ په ځينو ځايونو په رېښتيا پرېشر كم دے۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د ګاز سليب په حقله وزيراعظم نوټس اخستې او د بېرته اخستلو سپارښتنه يې كړی خو د دواړو ګاز كمپنو پرائيوېټ غړو دغه پريكړه په عدالتونو كښې چېلنج كړی چې وزيراعظم پرې سخت خفګان ښكاره كړی او سپارښتنه يې كړې چې د سركاري ادارو په بورډ كښې داسې غړي نه دي پكار څوك چې د حكومت پريكړی په عدالتونو كښې چېلنج كوي

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں