د وزيراعظم عمران خان د بحرېن دورې په مهال شريكه اعلاميه

image
APP85-16 BAHRAIN: December 16 - Prime Minister Imran Khan meeting with Crown Prince HRH Salman Bin Hamad Bin Isa Al Khalifa at Al-Ghudaybia Palace in Manama. APP

منامه 16 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بحرېن د شريكې خوښې په سيمه ايز او نړيوالو مسئلو ٬د لويديزې او سوئيلي آسياء د سلامتيا په صورتحال٬ د ټولو شخړو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوالو قوانينو له مخې سوله ايز هواري لپاره د عزم پخلې وكړو٬ وزيراعظم عمران خان ته په ګرانقدر قيادت، شاندار کاميابو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحكام لپاره په كردار د بحرېن آرډر فرسټ كلاس اېوارډ وركړې شو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان د بحرېن دورې په مهال جاري شوې شريكه اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د بحرېن د باچا حمد بن عيسيٰ الخليفه په بلنه وزيراعظم عمران خان د دسمبر په 16مه نيټه د بحرېن سركاري دوره كړې. په دې مهال ورسره د لوړې كچې پلاوې هم ٶ٬ باچا حمد بن عيسيٰ الخليفه د وزيراعظم عمران خان په سخيرماڼۍ كښې هركلې كړې او وزيراعظم ته ئې په ګرانقدر قيادت، شاندار کاميابو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحكام لپاره په كردار د بحرېن آرډر فرسټ كلاس اېوارډ وركړې۔ وزيراعظم عمران خان ولي عهد سلمان بن حمد الخليفه سره هم ملاقات كړې او ولي عهد د وزيراعظم په درناوي كښې مېلمستيا هم كړې۔ د بحرېن باچا د بحرېن په خوشحالۍ او اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو د كردار ستائنه كړې۔ وزيراعظم عمران خان په لويه شمېره د پاكستانيانو له په كوربتوب د بحرېن ستاېنه كولو سره د دې توقع څرګندونه وكړه چې بحرېن به د معېشت په بېلا بېلو څانګو كښې نورو پاكستانيانو لپاره د ملازمت لړۍ روانه ساتي۔ د وزيراعظم د بحرېن دورې په مهال تعليم، اعليٰ تعليم ٬ سائنسي تحقيق، ميډيکل سائنسز، د ځوانونو چارو او لوبو كښې د مرستې له د تفاهم په دريو يادښتونو لاسليك شوې ٬ دواړو هېوادونو د دواړو هېوادونو ترمېنځه نزدې اړيكو ته لا پراختيا وركولو له په لويه كچه تعميري خبرې اترې وشوې٬ د شريكې خوښې په دوه اړخيزه٬ سيمه ايزو او په ګڼ اړخيزه مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې چې مقصد ئې د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كول ٶ۔ دواړو مشرانو د سياسي او اقتصادي اړيكو لا استحكام سره سره د پبلك هېلت ٬ توان٬ كركيلي٬ كلتور او سېلګرۍ په څانګه كښې د مرستې مستحكم كولو په حاجت هم زور رواړو۔ وزيراعظم عمران خان د کنګ حمد نرسنګ او دې سره د تړون لرونكي ميډيکل سائنس پوهنتون په پاكستان كښې د جوړولو د خېرسګالۍ د جذبې د پاكستاني اولس لخوا مننه وكړه۔ دواړو اړخونو په دې وروستيو كښې د لوړې كچې د پلاويو په باقاعده توګه د تبادلو هركلے وكړو او د 19م نه تر 20 مارچ كال 2014 د باچا حمد بن عيسيٰ الخليفه د پاكستان د کاميابې دورې ئې تذكره وكړه٬ دواړه اړخونه دې خبره ته سلا شول چې دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې شراكت دارۍ قوي بنيادونه كېښودې شي اوپه دې خبره هم سلا وشوه چې د تفاهم په يادښتونو او لوظنامو به عملدرامد كولې شي٬ دواړه هېوادونه د بحرېن او پاكستان د مشتركه وزارتي كمېسون دوېمه غونده د كال 2020 په وړومبو دريو مياشتو كښې په منامه كښې كولو ته سلا شوي۔ دواړو هېوادونو په دې وروستيو كښې د پوځي مرستې د لوظنامې ستائنه كړه چې پكښې به د اطلاعاتو، معلوماتو او تجزيو په تبادلو كښې اضافه وشي۔ دواړو هېوادونو د هر ډول ترهګرۍ رد كولو سره د ترهګرۍ او د دوي د فنانسنګ په ضد جنګ كښې دوه اړخيزه او په ګڼ اړخيزه كچه مرسته لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلې وكړو. دې سره سره داړو مشرانو د روايتي منظم جرمونو ٬ د

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں