آزادي لوے نعمت ، د هېواد ترلاسه كولو لپاره زمونږ مشرانو لوئ قربانۍ وركړي۔وفاقي وزيررانا تنوير حسېن

image

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د صنعت ،فوډ سکيورټي او پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په ټوله نړۍ كښې مېشته پاکستانيانو له د آزادۍ ورځ په موقع مبارکي وركولو سره وئيلي په کښې هيڅ شك نشته چې آزادي لوئ نعمت دے او د هېواد ترلاسه كولو لپاره زموڼږ مشرانو لوئ قربانۍ وركړې دي، د قائد اعظم د هلو ځلو او ښه قيادت نتيجه ده چې د نيمې اوچې مسلمانانو د مسلم ليګ د بيرغ لاندې يو موټې كولو سره په 14 اګست 1947 ء پاکستان د نړۍ په نقشه د آزاد هېواد په توګه ښكاره شوې جې په نتيجه كښې ئې مونږ نن آزادۍ سره ژوند كوو۔د صنعت ،فوډ سيکورټي او پيداوار وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د آزادۍ په دې ورځ مونږ د خپل عهد پخلے كوو،د پاکستاني په هيڅ د هېواد پرمختګ او تعمير كښې به ټول خپل كردار ترسره كوو او دا زمونږ فرض دې۔ده ووئيل هېواد په پېښو چيلنجونو مخنيو او په صحيح معنو فلاحي رياست جوړولو لپاره به خپله ذاتي انا او عناد نه ځانله پريكړې كول وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں