د اولس مشر ډاكټر ډاکټر عارف علوي د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا

image
APP58-12 ISLAMABAD: September 12 – President Dr. Arif Alvi addressing to the joint sitting of Parliament at Parliament House. APP

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي نړيوالې ورورولۍ ته يادګيرنه كړې چې د هند د انتها خوښي قيادت لخوا په مقبوضه کشمير كښې په ممکنه نسل کشۍ سترګې پټول به نړيوال امن او استحكام لپاره د خطر سوب وي٬ پاکستان هند ته په ډاګه كول غواړي چې د مظلومو كشميريانو نسل كشي به بېخي اونه زغملې شي٬ د پاكستان ټول قام د خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سره ولاړ دے ٬ مونږ به دوي هېچرې يوازې نه پرېږدو٬ مونږ دوي سره ولاړ يٶ او تل به د دوي ملګرتيا كوٶ ٬ د هند واكمنو ته وائيو چې د هوش نه كار واخلي ٬ حالات دې ھغه ډګر نه نه بيائي چرته نه جې راستنېدل ممكن نه وي٬ زمونږ د امن خوښي دې كمزوري اونه ګڼلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د زيارت په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د كومې مشري چې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په شريكه كوله۔ په غونډه كښې وزيراعظم عمران خان هم موجود ٶ۔ اولس مشر خپلې وېنا كښې د مقبوضه کشمير د اوسني صورتحال ذكر كولو سره ووئيل په دې وروستيو كښې د هند لخوا مقبوضه جمو و کشمير په اړه په شوو اقداماتو د پاكستان حكومت او اولس د سخت غبرګون څرګندونه كړې ٬ هند د خپلو غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په سوب نه يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قوانين خلاف ورزي كوي بلكې د شمله لوظنامې روح ته ئې هم زيان رسولې ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پارلمان د اګست په 7مه نيټه خپله شريكه غونډه كښې په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هندي حكومت لخوا د پورته كړو غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په يوه خله سخته غندنه كړې وه ۔ اولس مشر ووئيل حكومت هند سره سفارتي اړيكو كمولو ٬ تجارت معطل كولو ٬ د دوه اړخيزه اړيكو بيا د سره جاج اخستو سره د کشمير مسئله د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل او نورو نړيوالو ادارو كښې په بشپړه توګه پورته كړې ۔ ده ووئيل دا د پاكستان لويه كاميابي ده چې 50 كاله پس د كشمير په كشاله د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې بحث وكړې شو او په خاص توګه كله چې هند په خاص غونډه كښې په دې بحث نه كولو سخت زور راوړلو٬ د كشمير په مسله لسيزې پس د سلامتي كونسل غونډه كښې بحث كېدل د دې خبري عكاسي ده چې كشمير د هند كورنۍ معامله نه ده بلكې دا يوه نړيواله تفصفيه طلب مسئله ده كومې لپاره چې به د ملګر ملتونو سلامتۍ حل لپاره نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه كونسل له خپل كردار لوبول وي٬ ګني نو دا مسئله سيمه ايز او نريوال امن لپاره د سخت خطر سوب جوړېدې شي۔ ده ووئيل دې سره سره او آئي سي په كشمير كښې د هند لخوا د غېر قانوني او جارحانه اقداماتو سخته غندنه كړې او غوښتنه ئې كړې چې په مقبوضه جمو و کشمير كښې دې هر ډول بندېزونه په سمدستي توګه ختم كړې شي ا د دې مسئلې حل دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې باوري كړې شي ۔ ده ووئېل د دې نه علاوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل هم په دې معامله د 58 هېوادونو په ملاتړ شريك بيان جاري كړې چې هند دې په مقبوضه جمو و کشمير كښې ټول بنديزونه په سمدستي توګه ختم كړي۔ اولس مشر د دې ټولو ملګرو هېوادونو هم مننه وكړه چا چې د كشمير مسئلې په سنګينۍ پوهېدو سره د سلامتي كونسل د غونډې په كاميابۍ كښې كردار لوبولې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مونږ د چين د هلو ځلو د زړه د اخلاصه مننه كوٶ۔ اولس مشر د وزيراعظم د امريكې كاميابي دورې په مهال د اولس مشر ټرمپ پام د مقبوضه کشمير پلو د راګرځولو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان به د امريكې د مقبوضه کشمير سپېځلي او د پوخ حل لپاره د ثالثې د هرې يوې هڅې هركلې كوي۔ ده ووئيل د 9 لكه هندي عسكرو د موجودګۍ په سوب مقبوضه جمو و کشمير دا مهال د نړۍ د ټولو نه زياتې شميري پوځي سيمه ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل هند د جبر لاره خپلولو سره د كشمير غږ غلې كولې نه شي۔ ده ووئيل نن د هند سېكولرازم او جمهوريت د آر اېس اېس په جنونيت قربانېږي۔ د 90 لکھ کشمیريانو ژوند سخت خطر سره مخ شوې۔ ده ووئيل زه ملګرو ملتونو ته خواست كوم چې كشمير ته خپل مبصرين اولېږي او موجوده ناوړه وضعه په صحيح ډول په ډاګه كړي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې په روانو مياشتو كښې د 180 زره لا پوځ په ځائې كول د اندېښنې وړ خبره ده۔ اولس مشر ووئيل غاصب هندي پوځ په قتل ٬ تشدد ٬ غېر قانوني ګرفتارۍ ٬ د پېلټ ګنز كارولو او د كشميري اولس بې حرمتي كولو په ډول جرمونه كولو سره د كشميري اولس د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔ د هند انتها خوښې مشرتابه د مقبوضه جموں و کشمیر آبادیاتی ډھانچه مسخ كول او په مقبوضه كشمير كښې د نسل كشۍ پالېسي خپلولو سره يوګوسلاويه كښې د بشري حقونو له مينځه وړولو تاريخ بيا تازه كول غواړي۔ ده ووئيل كه نن نړۍ د هند كشمير كښې د ممكنه نسل كشۍ نوټس نه اخلي نو ېره ده چې نړيوال امن به يو ستر بحران سره مخ شي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان په هند په ډاګه كول غواړي چې د مظلوم كشميري اولس نشل كشي به كله هم اونه زغملې شي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون له مخې د جموں و کشمیر د اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ كوي۔ په دې لړ كښې ټول پاكستانې قام خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سره ولاړ دے او تر هغه وخت به د دوي سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته كوي تر كومې چې دوي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي۔ مونږ به دوي چرې هم يوازې نه پرېږدو۔ ده ووئېل د دوئي سره وو ٬ او ټول عمري به ولاړ يؤ۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل هند پرله پسې د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كوي۔ تېر كال پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو پوځ مبصر ډلې ته په دې اړه ووئيلې شو۔ ده ووئيل د هند د غېر ذمه واره او جارحانه كارروائيو د لاسه سوئيلي آسيا كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام سخت خطر سره مخ دے۔ ده ووئيل زه اوس هم هندي واكمنو ته وايم چې حالت دې حد ته مه رسوۍ چرته څخه چې بېرته ستنېدل ممكن نه وي۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري د هندي جنګي جنون په صبر او زغم ځواب وركړې او څو وارې مو دا وئيلي دي چې زمونږ د امن خوښي لرل زمونږ كمزوري اونه ګڼې۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې څخه وروستو هند د ثبوت نه غېر پاكستان د پېښې ذمه وار ګرځولو۔ د دغه وخت وزيراعظم په پلټنيو كښې د مرستې كولو وړاندېز كړے ؤ او هند څخه ئې ثبوت غوښتې ؤ ولې هند په پوله تاو تريخوالې پېل كړو چې په نتيجه كښې ئې پاك هوائي پوځ د مړانې څرګندونې سره هندي الوتكې رانسكورې كړې۔ ده ووئيل زمونږ د حد دننه د رانسكورې شوې الوتكې پائيلوټ اونيولې شو۔ وزيراعظم عمران خان بله ورځ د پارلېمنټ شريكې غونډې ته خطاب كښې د هغه د پرېښودلو اعلان وكړو۔ اولس مشر ووئيل هند ټول عمري پاكستان كښې تخريبي كارروائيو كښې ككړ پاتې شوې۔ د دې مثال د كمانډر کلبھوشن یادیو نيولې كېدو په صورت رامخې ته شوې څوك چې په مارچ 2016ء كښې بلوچستان څخه نيولې شوې۔ هغه د انډين نېوي حاضر سروس افسرۍ اعتراف هم كړې او بلوچستان ته د هغه د راتللو مقصد د هند په مرسته تخريب كاري او ترهګري كول وو۔ د دې سنګينو جرمونو لامله د پاكستان يو پوځي عدالت کمانډر کلبھوشن یادیو ته د مرګ سزا واوروله نو هند دا معامله نړيوال عدالت ته يوړه۔ كوم چې د هند لخوا د کلبھوشن خوشې كول ٬ بري كول او واپسي رد كړه۔ اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې نړۍ له به دا خبره منل وي چې په هند نن د هندو انتها خوښي سوچ غلبه شوې۔ نړۍ له به د دې فاشسټ پالیسیو په ضد مزاحمت كول وي۔ د آر اېس اېس مذهبی جنونیت د لاسه د مهاتما ګاندھی او جواهر لال نهرو هند نن تندۍ سره خپل ساخت بدلوي۔ ده ووئېل دا حقيقت هند كښې ژوند كوؤنكو اقلیتونو او معتدل سوچ لرونكو وګړو له د كوم آفت نه كم نه دے۔ ده ووئيل په هند كښې رامخې ته كېدونكو پېښو يو وارې يبا د پاكستان جوړونكو د بصيرت او د دوه قامي نظريې اهميت لا په ډاګه كړے دے

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں