اولياﺀ كرامو ټولنه د امن مركز جوړه كړه ۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود حسېن قرېشي د حضرت بهاؤ الدين زكريا عرس دوهمې ورځې دستورې ته خطاب

image

ملتان ۔06 اکتوبر(اے پی پی) په نيمه اوچه كښې د اسلام خپرېدل د صوفياﺀ كرامو د هڅو مېوه ده۔ د دوئي خانقاګانو كركې په مينو او نفاق په اتفاق كښې بدل كړو۔ اولياﺀ كرامو ټولنه په حقيقي معنو كښې د امن مركز جوړه كړه۔ حضرت بهاء الدین زکریا او د ده مريدان چې چرته هم لاړل خلك ئې د مينې ورورولۍ ٬ امن او مساواتو په ھار كښې وپېلل۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت بهاء الدین زکریا ملتانی 780 م كلن عرس دوهمې ورځې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د حضرت بهاء الدین زکریا په تعليماتو عمل كولو سره مونږ نن ټولنې څخه د بې صبرۍ ٬ كركې او انتها خوښۍ خاتمه كولې شؤ۔ ده ووئيل په باران كښې لوند شوې زائرين چې كوم عقيدت سره دلته جمع شوي دي زما دعا ده لوئے څښتن دے د دوئي زړونه هم دغسې د خپلو نور څخه ډك كړي۔ د دوهمې ورځې دستورې په آخر كښې درود او سلام ولوستلې شو۔ دې څخه وروستو مخدوم شاه محمود حسېن قرېشي د كلمې ورد وكړو او د هېواد سلامتي او قومي پرمختګ له ئې خصوصي دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں