د وزيراعظم عمران خان كروندګرو لپاره د زرعي قرض په لوظنامه د لاسليك دستورې ته وېنا

image

لاهور 30 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په مهذب ټولنو كښې د امير او غريب ترمېنځه فرق نه كېږي، د ټولنې د غريب او كمزورې طبقو پرمختګ زمونږ مشن دے، د هېواد په معاشي حالت كښې استحكام راځي، اوس اقتصادي پرمختګ ته پام كوو، سره د سختو معاشي حالاتو مونږ د ټولنې كمزور طبقو لپاره د احساس په نوم مربوط پروګرام پېل كړے. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پنجاب حكومت او د نجي كمرشنل بنكونو ترمېنځه كروندګرو لپاره د زرعي قرض په لوظنامه د لاسليك دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم خاص مرستيا سيد ذوالفقار بخاري، د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدارٍ، د سټېټ بنك ګورنر رضا باقر، د كمرشل بنكونو اسازي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. وزيراعظم دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې نن ده لپاره د خوشحالې ورځ ده، نن چې كوم قدم پورته كړې شوې، د دې ګټه به د ټولنې هغې طبقې ته ورسي كومه كه مونږ بره راوسته نو په هېواد كښې به غربت ختم شي. وزيراعظم ووئيل چې په مهذب ټولنو كښې د امير او غريب ترمېنځه فرق نه كېږي، د ټولنې د غريب او كمزورې طبقو پرمختګ زمونږ مشن دے. انسانيت او انساني اقدار لرونكې ټولنې دا خصوصيت لري چې دوي كمزورې طبقې راپورته كوي. دا زمونږ د پېغمبر حضرت محمد ﴿ص﴾ سنت دے، د مدينې د رياست مثال زمونږ په وړاندے دے په كوم كښې چې رياست د ټولنې د غريب طبقو ذمه واري اخستې وه. وزيراعظم ووئيل چې چين د 70 كروړه نه زيات وګړي د غربت نه د ويستلو كاميابه تجربه كړې، دا ځكه ممكن شول چې رياست د خپلو وګړو د بهترې پرېكړه كړې وه. وزيراعظم ووئيل چې ده د چين دورې په مهال په چين كښې د غربت كمولو په اړه په دوه پرېزنټېشن كښې ګډون هم كړے. ده ووئيل چې نن كومه لوظنامه شوې، د دې ګټه به وړوكو كروندګرو ته په خاص توګه ورسي. دا يو انقلاب دے، په پاكستان كښې د دې نه وړاندې وړوكو كروندګرو لپاره قرض ترلاسه كول يو عذاب و. تر څو چې مونږ د خپلو وړوكو او د مېنځنې درجې د كاروبار مرسته ونه كړو تر هغه وخت مونږ په اقتصادي توګه پرمختګ نه شو كولې. وزيراعظم ووئيل چې د غربت خاتمې پروګرام لپاره 200 اربه روپې بېلې كړې شوې دي، دا د ډېټا په بنياد يو مربوط پروګرام دے چې پكښې لا بهتري راوستلې شي. د دې څخه وړاندې كروندګرو لپاره د قرض لوظنامه لاسليك شوه.

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں