وزيراعظم عمران خان سره د جاپاني وزيراعظم شينز وابے د خارجه چارو خاص صلاحكار سنورا كنتارو وليدل

image

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د جاپاني وزيراعظم شينز وابے د خارجه چارو خاص صلاحكار سنورا كنتارو د ګل په ورځ ملاقات كړی٬ د ملاقات په مهال د پاكستان او جاپان په شريكو اړيكو او سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔وزيراعظم د سرمايه كار دوست پرمختګ په بنياد او د اولس دوست پالېسو د لارې معاشي پرمختګ لپاره د خپل حكومت اقدامات په ډاګه كړل۔د خارجه پالېسۍ ذكر كولو سره وزيراعظم هغه خپلو ګاونډي هېوادونو سره سوله ايز ماحول پیدا كولو لپاره د خپلو هڅو نه خبر كړو۔وزيراعظم په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان او جاپان د شريك كار كولو په اهميت زور راوړو٬وزيراعظم د پاكستان او جاپان ترمينځه د هنرمند وركرز پروګرام په اړه د مرستې په يادښت د لاس ليك ستائنه وكړه۔وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان په ټولو څانګو كښې د جاپان د كاروباري ټولنې هركلے كولو لپاره تيار دې۔معاشي بهترۍ او د كاروبار آسانيو په اړه د حكومت هڅې په ډاګه كولو سره وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د جاپان كمپنۍ به په پاكستان كښې د پراخا موقعو نه استفاده وكړی شي۔وزيراعظم عمران خان پھ دې موقع په جمو كشمير كښې انساني الميه او د بشري حقونو بدتره صورتحال په ډاګه كړو۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه به د بنيادي بشري حقونو احترام باوري كولو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې په اړه د مرستې خپل كردار ترسره كړو۔وزيراعظم په افغانستان كښې د جاپان مرستندويه كاركن په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه او د افغانستان د امن او تفاهم په عمل كښې يې د پاكستان د بشپړه مرستې كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔د جاپان د وزيراعظم د خارجه چارو خاص صلاحكار په دوه اړخيزه اړيكو كښې په اوسنۍ اضافه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره د وزيراعظم عمران خان هڅو لپاره د جاپان تعريفي پېغام هم ورسولو۔ده ووئيل چې د جاپان حكومت به د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره بشپړه مرسته كوي او په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لپاره تيار دې۔ده په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان هڅې او مرسته وستائېله۔د جاپان دريځ په ډاګه كولو سره ده ووئيل چې بايد په هر ډول حالاتو كښې د بشري حقونو احترام وكړې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې تاؤ تريخوالې به كم شي او په سوئېلي آسيا كښې به امن او استحكام راشي۔ده شريكې اړيكې لوړې كچې ته د رسولو د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان زر تر زره د جاپاني وزيراعظم شينز وابے لخوا د پاكستان د دورې كولو په انتظار دې۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں