حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صنعت لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب

image

اسلام آباد۔01جولائی(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صنعت لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري۔ده دا خبره د پاكستان آئي ټي انډسټري اېسوسي اېشن ايګزېكټو كمېټۍ غړو سره په ملاقات كښې وكړه ۔د پلاوي مشري د اېسوسي اېشن چيئرمېن محمد ذوهيب خان كوله۔د ايګزېكټو كمېټۍ غړو د اېسوسي اېشن روان اقدامات او په هېواد كښې د آئي ټي صنعت ودې لپاره د حكومت لخوا د مرستې په اهميت رڼا واچوله۔د خزانې وزير د اېسوسي اېشن كردار ستائېلو سره ووئېل د هېواد اقتصادي نمو او احتراع كښې د آئي ټي صنعت ډېر استعداد لري۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د آئي ټي صنعت لپاره سازګار چاپیريال رامخې ته كولو له عزم لري او په دې اړه به ټول اقدامات باوري كولې شي۔په ملاقات كښې د آئي ټي په صنعت كښې په چېلنجونو٬امكانات٬موقعو او د دې څانګې په اړه د مسئلو حل لپاره په ګډه په كار كولو اتفاق وكړو

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں