د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ازبكستان صدر ملاقات٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكو٬تجارت٬دفاع٬سلامتيا٬كلتور٬ شريكې ګټې اډانه مرستې ته د پراختيا وركولو د عزم پخلے

image
Astana: Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif meets with President of Uzbekistan H.E. Shavkat Mirziyoyev on the sidelines of Shanghai Cooperation Organisation Summit on July 3, 2024.

آستانه 03 جولائی (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ازبكستان صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكو٬تجارت٬روابط٬دفاع٬سلامتيا٬كلتور٬د اولس په كچه رابطو او د دوه اړخيزه ګټې ترمخه د مرستې پراختيا له د عزم پخلي كولو سره دا باور څرګند كړے چې ترجيحي تجارتي لوظ نامه او د پاكستان او ازبكستان ټرانزټ ټرېډ ايګريمنټ ته عملي شكل وركولو څخه به دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكې لا وده ومومي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ څخه د جاري بيان ترمخه وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ازبكستان صدر شوكت مرزيوئيف سره په راجوړه شوې د اېس سي او سره مشريزې غونډې په موقع ملاقات وشو۔وزيراعظم او د ازبكستان صدر د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د ګڼ اړخيزه اړيكو تجارت٬روابط٬دفاع٬سلامتيا٬كلتور او د اولس د اولس سره رابطو كښې ګټورې مرستې ته لا پراختيا وركولو له د عزم پخلے وكړو۔دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې ازبكستان د منطقې هېوادونو لپاره د تجارت پراختيا په اړه يو ټرانزټ پوائنټ دے٬دواړو لارښودو په دې حقله د ترلاسه مختلف آپشنز كتنه پېل كولو ته هم اتفاق وكړو۔دغسې دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت زياتولو لپاره د كراچۍ پورټ د ترمز سره په تړلو هم خبرې وكړی۔وزيراعظم شهباز شريف د يو خوشحاله مينځنۍ آسيا او د زياتېدونكو سيمه ايزو روابطو لپاره د پاكستان خوښي ښكاره كړه۔دواړو لارښودو دا باور ښكاره كړو چې ترجيحي لوظ نامې او د پاكستان ازبكستان ټرانزټ ټرېډ ايګريمنټ ته عملي شكل وركولو څخه به دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكې لا وده ومومي۔ دغسې دواړو لارښودو د افغانستان كوم چې د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ كښې شراكتدار ګرځېدے شي٬په صورتحال او د امن ناكه او مستحكم افغانستان لپاره د پاكستان او ازبكستان دواړو په شريك عزم هم خبرې وكړې او د ازبكستان٬افغانستان٬پاكستان رېلوے منصوبې زر تر زره په بشپړولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں