اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)قائد او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان د هغه په كور جاتي امرا كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔مولانا فضل الرحمان د نواز شريف څخه د هغه د صحت په اړه خبرتيا ترلاسه كړه۔د دې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل د محمد نواز شريف تپوس پوښتنې له د هغه كور ته راغلې ووم او دا ملاقات تر دغې ايجنډې محدود ؤ ۔ده ووئيل كله چې دوه سياسي لارښود ملاقات كوي نو په سياسي چارو هم خبرې كېږي۔ده ووئيل د هېواد سباؤن محفوظولو له يو مونږ يو موټې يو۔ده ووئيل په يو دوه ورځو كښې به د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري سره هم ملاقات كوم او د هغه سره به هم په اوسني صورتحال خبرې كوو۔ده ووئيل جمعيت علماﺀ اسلام لس ملينه مارچ كړې ؤ چې پكښې ګڼ شمېر خلقو ګډون كړی ؤ ۔ده ووئيل د مېډيا څخه په ګيله كولو كښې ده ووئيل چې كله په يو ايونټ كښې ګڼ شمېر كسان موجود وي او هغه نظرانداز كړی شي نو مېډيا دې هم د خپل سباؤن په حقله سوچ وكړي۔ده ووئيل د نواز شريف په سوچ كښې هم كوم فرق نشته خو دا ترسره كول دي چې څه تګلاره خپله كړی شي او هر يو ګوند په خپل فورم پريكړې كوي