د وړومبې ورځې نه وايم چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري او په دې په ما تنقيد هم شوے٬ نن امريكائي اولس مشر او ټوله نړۍ مني چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري۔ وزيراعظم عمران خان

image

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) په سپينه ماڼې كښې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د كېدونكي ملاقات نه څو ساعته وړاندې وزيراعظم عمران خان خپل قوم ته باور وركړے چې هغه به د دوي مقدمه د امريكائي اولس مشر په وړاندې ږدي او كله به هم قوم شرمنده نه كړي۔ په كېپټل ون اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې لوئې اجتماع ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د وړومبې ورځې نه وايم چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري او په دې په ما تنقيد هم شوے٬ نن امريكائي اولس مشر او ټوله نړۍ مني چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري۔ وزيراعظم د امريكې د بېلا بېلو ايالتونو نه د راغليو ماشومانو٬ مشرانو او مېرمنو هركلې وكړو۔ د پاكستانې ټولنې دا خلق خپل مشر عمران خان كتلو لپاره د لرې لرې نه راغلي وو۔ وزيراعظم سپينې جامې او واسكټ اغوستې و۔ ګډون كوونكو و وزيراعظم تود هركلې وكړو او وزيراعظم لاس پورته كولو سره د دوي د نعرو ځواب وركړو۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں