دوزیرِ اعظم عمران خان په دې وروستيو كښې ترقي ترلاسه كوٶنكو وفاقي سېكترانو سره خبرې

image
APP80-02 ISLAMABAD: December 02 - Prime Minister Imran Khan meeting with recently promoted Federal Secretaries. APP

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وفاقي سېكترانو ته امر كړې دې چې ھغوي دې ښه طرز حكومت ٬ د هېواد او قام خدمت او د اولس خېرښګړې لپاره دې خپلې تجربې پكار راولي٬ سیاسي مشران او بېورو كرېسي له د هېواد د سباٶن تعين كول دي٬ دې لپاره نوې فكر او ګډ ګورننس ته اړتيا ده ۔ وزیراعظم هاٶس څخه د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم عمران خان دا خبرې په دې وروستيو كښې ترقي ترلاسه كوٶنكو وفاقي سېكترانو سره په ملاقات كښې كړې۔ وزیراعظم عمران خان ترقی ترلاسه كوٶنكو افسرانو ته مباركي وركولو سره ووئيل ستاسو ترقي ستاسو د كاركردګۍ او خالص د مېرټ له مخې شوې ده۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې ترقي كوٶنكي افسران به خپل نوې ذمه وارۍ فرض شناسۍ او د هېواد او قام د خدمت جذبې له مخې ترسره كرې۔ چارواكو سره په خبرو كښې وزیر اعظم ووئيل پاکستان د تاریخ مهمه مقام ولاړ دې۔ ده ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره كه يو خوا سياسي مشرانو وژن وركول دي نو بلخوا بېوروكرېسي له دا وژن عملي كول دي۔ وزیراعظم ووئيل د 60 په ليسزه كښې د ګورننس په توګله مثالي ګڼلې كېدونكې زمونږ هېواد نن په منطقه كښې د نورو هېوادونو نه لږ وروستو پاتې دې چې بېلا بېل وجوهات لري۔ وزیرِ اعظم افسران مخاطب كولو سره ووئيل ھغوي دې خپلې ذمه وارۍ جهاد او قامي فريضه ګڼلو سره ادا كړي۔ وزیراعظم ووئيل لوي څښتن پاكستان له بلها وسائل او افرادي قوت وربخښلې دې۔ ده ووئيل د تېرو 15 مياشتو په مهال غېر ملكي سرمايه كارو د معيشت په هره څانګه كښې د خوښۍ څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د اوسني حكومت د هلو ځلو په نيتجه كښې نن هېواد كښې معاشي استحكام دے او دوي د هېواد په د معيشت په پاليسو د باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل نړيوالې دارې هم د معيشت د بهترۍ اعتراف كوي۔ ده ووئيل مونږ له دا ماحول ښه كول دې بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو او سرمايه كارو له په خاص توګه كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې سرمايه كارو لپاره ښه ماحول پېدا كول او كاروبار لا اساتول دي۔ وفاقي سېكترانو د وزیراعظم مننه كولو سره د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د خپل بشپړه كردار لوبولو باور هم وركړو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں