كړې
اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) هانګ كانګ په پاكستان كښې د روان مالي كال وړومبنو 5 مياشتو كښې 58.4 ميليونه ډالره نيغ په نيغه سرمايه كاري كړي ۔سټيټ بينك د اړخه جاري شوې شميرې له مخې د روان مالي كال په وړومبنو 5 مياشتو كښې د هانګ كانګ د اړخه نيغ په نيغه غيرملكي سرمايه كاري 58.4 ميليونه ډالره ريكارډ كړي شوې چې پكښې نيغ په نيغه سرمايه كارۍ 57.4 ميليونه ډالره او د پورټ فوليو سرمايه كارۍ حجم يو ميليون ډالره ؤ، تير كال دې موده كښې هانګ كانګ پاكستان كښې 66.9 ميليونه ډالره نيغ په نيغه سرمايه كاري كړي وه چې پكښې د پورټ فوليو سرمايه كارۍ حجم 14 ميليونه ډالره او نيغ په نيغه د غيرملكي سرمايه كارۍ حجم 52.9 ميليونه ډالره ريكارډ كړے شوے ؤ ۔نومبر2020 كښې پاكستان كښې د هانګ كانګ نيغ په نيغه غير ملكي سرمايه كارۍ 12.2 ميليونه ډالره ريكارډ كړې شوې چې پكښې پورټ فوليو سرمايه كاري 1.3 ميليونه ډالره او نيغ په نيغه غير ملكي سرمايه كاري 10.9 ميليونه ډالره ريكارډ كړي شوې۔