د کامیاب جوان پروګرام ترمخه کاروباري قرضونو وركولو لپاره 100 اربه روپۍ بيلې شوې

image

اسلام آباد 01 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ،اصلاحات او خصوصی اقدامات وزارت هېواد كښې د ځوانانو کامیاب جوان پروګرام ترمخه کاروبار لپاره قرض وركولو له 100 اربه روپۍ بيلې كړي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات اوخصوصی اقدامات وزارت چارواكو ووئيل هېواد كښې لوستو ځوانانو له د كاروبار لپاره د قرض وركړه په كاميابۍ سره روانه ده ۔ 50 زره ځوانانو له د روزګار سره سره به تکنیکی تربیه هم وركولې شي۔حکومت د ځوانانو خپلواكه كولو ته پام لرنه كوي او دې لپاره به هر ممكن هڅې كولې شي او په اوسني دور كښې چیلنجونه تر نظره ساتلو سره به ځوانان هنرمند جوړولے شي۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں