پاکستان او جاپان خپلو كښې نزدې اړيكي لري،جاپان په هر سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړي،د كورنيو چارو وزیر شیخ رشید احمد

image
APP06-120121 ISLAMABAD: January 12 – Japanese Ambassador to Pakistan His Excellency Kuninori Matsuda called on Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 12جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد سره پاکستان كښې د جاپان سفیر کینو نوری متسودا د نهې په ورځ ليلدې دي ۔ ملاقات كښې د پاکستان او جاپان ترمينځه اړيكو ته د ودې وركولو او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري بيان له مخې د كورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد د پاکستان اقتصادي او سماجی پرمختګ كښې د جاپان کردار وستائلو۔ده ووئيل پاکستان او جاپان خپلو كښې نزدې اړيكې لري،جاپان په هر سخت وخت كښې عمر له د پاكستان مرسته كړې ۔ده ووئيل د کورونا وبا په ضد په مرسته كولو د جاپان حکومت مننه كوو۔ د جاپان سفیر پاکستان كښې د امن په اړه ګامونه ستائلو سره ووئيل مونږ د پاکستان پرمختګ لپاره لوظي يو۔ د جاپان سفیر د آئی سی ټی امنيت او پوليس پوستو په اړه اوسني اقدامات هم وستائل۔ د جاپان سفیر ووئيل غیر ضروری پوستو ختمولو سره د اولس تګ راتګ كښې آسانۍ راپيدا شوي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د پاکستان او جاپان قانون نافذ کونكو ادارو ترمينځه مرستې زياتولو ته اړتيا ده۔ د پولیس پیشه وره تربيې په اړه به د جاپان حکومت څخه مرسته ترلاسه كولې شي۔د كورنيو چارو وزارت په بيلو پروژو كښې د جاپان حکومت د مالی او تکنیکی مرستې مننه كوي۔ده ووئيل مونږ له شريك اشتراك زياتولو او د يو بل د تجربو څخه زدكړې كولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں