پاكستان كښې د جاپان نېغ په نېغه سرمايه كاري 84.38 فیصد زياته شوه

image

اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) پاكستان كښې د جاپان نېغ په نېغه سرمايه كاري د روان مالي كال په اولنۍ نيمه موده كښې د تېر كال دومره مودې په مقابل كښې 84.38 فیصد زياته شوې۔ د سټېټ بېنك او سرمايه كاري بورډ شمېرو له مخې جولائي نه تر دسمبر 2020 پاكستان كښې د نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ حجم 23.7 ملین ډالر ريكارډ كړے شوے په كوم كښې چې د 5 لاکه ډالره پورټ فوليو سرمايه كاري شامله ده۔ دا شرح د تېر مالي كال دومره مودې په مقابل كښې 84.38 فیصده زياته ده۔ تېر كال دومره موده كښې د جابان لخوا پاكستان كښې د نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ حجم 43.7 ملین ډالره وو په كومه كښې چې د 8 لكه ډالره پورټ فوليو سرمايه كاري هم شامله وه۔ دسمبر2020 كښې د جاپان پاكستان كښې د غېر ملكي نېغ په نېغه سرمايه كارۍ حجم 21 ملينه ډالره پاتې شوے كوم كښې چې د 2 لاكه ډالرو پورټ فوليو سرمايه كاري هم شامله وه

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں