سېنېټر شبلي فراز شبيه عباس ته ټيليفون كولو سره د مسنتصر عباس په مړينه خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د خبريال مستنصر عباس ورور شبيه عباس ته ټيليفون كولو سره د مستنصر عباس په مړينه خواشيني وښودله. وفاقي وزير د غمرازې په پېغام كښې ووئيل چې د غم په دې وخت كښې د غمژنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځاي او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي. ده ووئيل چې د خبريالانو او د مېډيا د كاركنانو خېر ښېګړې او د دوي د حقونو تحفظ لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كوو.

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں