اسلام ماشومانو ته د تعليم او وراثت كښې د حق وركولو حكم وركوي۔د حافظ طاهر محمود اشرافي وېنا

image

اسلام آباد 23 اپريل (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ٬مينځني ختيز خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د اسلام وړومبۍ ګواهي سيده خدیجة الكبریٰ(رض) وركړې٬خلفاﺀ راشدين په اسلامي تعليمات كښې رهنمائۍ لپاره امهات المومنين څخه رجوع كړی٬اسلام ماشومانو ته د تعليم او وراثت كښې د حق وركولو حكم وركوي٬جبري واده يا مذهب بدلول اسلام سره هيڅ تعلق نه لري۔د جمعې په ورځ د لاهور په ګرينډ جامع مسجد بحريه ټاؤن كښې د وېنا كولو په مهال ده ووئيل اسلام عاقل بالغ ته د وداه كولو حكم وركوي۔د نابالغه ماشومانو واده په شريعت اسلاميه كښې جائز نه دے۔ده ووئيل كه مور صحت منده وي نو بچي به هم صحت مند وي٬لهذا ماشومانو ته د پيو وركولو نه تر تربيت د اسلامي احكاماتو څخه مونږ په ټولنه كښې بهتري راپیدا كولې شوو ۔ده ووئيل د تېرو شپږو مياشتو څخه د جبري مذهب بدلولو يا ودنو ګيلې كمې شوي۔حافظ طاهر محمود اشرافي اولس ته خواست وكړو چې هغوي په احتياطي تدابير عمل وكړي او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو څخه ډډه وكړي۔ده ووئيل ټولې نړۍ منلې چې په جوماتونو كښې په احتياطي تدابير بشپړ عمل شوے ٬مونږ ته د نور احتياط كولو ضرورت دے۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں