د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف آر بخاري سره د تاجرانو مشرانو ملاقات

image

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف آر بخاري سره د اسلام آباد چېمبر صدر سردار الياس خان په مشرې كښې د تاجرانو مشرانو پلاوي د ګل په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے. په دې موقع په پاكستان كښې د ځائي او غېر ملكي سرمايه كارې په وده خبرې شوي . د تاجرانو په پلاوي كښې د چېمبر سينئر نائب صدر فاطمه عظيم، عمر حسېن، عمېس خټك او عثمان خالد شامل وو. د ملاقات په مهال د سرمايه كارې بورډ سېكرټري فرينه مظهر او نور اعلٰی چاراكي هم موجود وو. د تاجرانو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزير مملكت/ د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف آر بخاري ووئيل بي او آئي په پاكستان كښې په سرمايه كارې كښې اسانۍ راپېدا كولو لپاره په ډېرو اقداماتو كار كوي

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں