اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د وفاق المدارس العربیه پاکستان تر سيورې لاندې ټول هېواد كښې كلن امتحانونه پيل شوي كوم به چې تر 5 فروري 2024 دوام لري۔د نهې په ورځ د وفاق المدارس العربیه پاکستان میډیا آرډینیټر عبدالقدوس محمدي د اړخه جاري شوي بيان له مخې وفاق المدارس العربیه پاکستان د دینی مدرسو امتحاني بورډ دے د كوم سره چې د ټول پاكستان 21 زره دینی مدرسې ملحق دي او په دې كښې د 30 لكهه څخه زيات زدكوونكي زدكړي ترلاسه كوي۔ وفاق المدارس د تر سيورې لاندې (نن) د نهې ورځ څخه په ټول هېواد كښې كلن امتحانونه پيل شوي كوم به چې تر 5 فروري 2024ء دوام لري۔ امتحانونو كښې 5 لکهه 94 زره 784 زدكوونكې برخه اخلي او دې لپاره په ټول هېواد كښې 3207 امتحانی مرکزونه جوړ شوي دغسې په دغه سینټرو كښې 18971 استاذان وظيفه ترسره كوي۔