حکومت د تعلیم په څلورو مهمو څانګو په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ شفقت محمود

image
APP53-20 ISLAMABAD: November 20 – Federal Minister for Education and Professional Training Shafqat Mahmood visiting different stalls during a function to mark 60th years of Friedrich-Naumann Stiftung for Die Freiheit 1958-2060 Literal Footprints Contributions to Pakistan’s advancement. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې حکومت د تعلیم په څلورو مهمو څانګو د سكولونو نه د بهر ماشومانو په داخله٬ د معياري تعليم وركړه ٬ ځوانانو ته د تكنيكي تعليم وركړه او ګرد هېواد كښې يو ډول تعليمي نظام رائج كولو سره په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د المان تنظيم فرېډرېج ناومان فېډرېشن 60 كلنې دستورې ته د خاص ملېمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع ده ووئيل د تعليم وزارت ځوانانو ته تكنيكي تربيه وركولو كښې د المان ه دې مشن كښې شريك دې ۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو په قوي اړيكو خبرو اترو كښې ووئيل چې تعليم ٬ تکنیکي تربیه، ماحولیاتی بدلون او په معاشي څانګه كښې د دواړو هېوادونو اشتراك مثالي دي۔ ده ووېيل مونږ د المان د تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ دستورې ته د وېنا نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د حكومت په سل ورځني پلان كښې يو شمېر څيزونه ٬ د بدعنوانۍ خاتمه٬ بې وسه كسانو له هاٶسنګ سكيم او د تعليم څانګې په بهترۍ مو كاميابي ترلاسه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل حكومت د ډېلي وېجز استاذنو د تنخاګانو مهمه مسېئله حل كولو لپاره په سنجيدګۍ سره هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں