د فېډرل انفارمېشن کمېشن جوړېدو نه وروستو وفاق كښې تر اطلاعاتو د رسنې قانون نافذ العمل شوې

image
APP78-26 ISLAMABAD: November 26 - Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting addressing the launching ceremony of Federal Information Commission as part of 100 days Agenda. APP

اسلام آباد ۔ 26 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دي د فېډرل انفارمېشن کمېشن جوړېدو نه وروستو وفاق كښې تر اطلاعاتو د رسنې قانون نافذ العمل شوې۔ د وزیراعظم عمران خان د ویژن ترمخه خبريالانو او عامو وګړو لپاره د قانون د لارې تر اطلاعاتو د رسنې نظام وضعه كړې شوې دې۔ دې قانون سره به سپېځلتيا زياته او كرپشن كم شي۔ وسل بلور اېکټ به هم ډېر زر پارلمان ته وړاندې كړې شي۔ د وزیراعظم 100 ورځني پلان تر سېوري لاندې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د میډیا پوهنتون جوړولو منصوبې ٬ د پی ټی وی، ریډیو پاکستان تشکیل نو او ادارہ جاتی اصلاحات او د اے پی پی په نوي ډيجيټل سروس كښې بدلولو له ګامونه پورته كړي دي۔ د مسلم لیګ (ن) حكومت د كمېشن د خاطره د انفارمبشن کمبشن جوړول پايې ته و نه رسول۔ موجوده حكومت چې په اولنو 100 ورځو كښې بېلو څانګو كښې كوم كارونه كړي دي هغه د تېرو 70 كلونو په مهال هم شوې نه دي۔ده د ګل په ورځ د سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ آرګنائزېشن (اې اېس ډي او) تر سېوري لاندې د فېډرل انفارمېشن کمېشن لانچنګ دستورې ته خطاب او خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د وعدې ترمخه وفاق كښی وسل بلور اخلو۔ دې سره به د كوم هم ډول كرپشن ٬ رشوت او د كمېشن په ګوته كوؤنكي وګړي ته به د مجموعي رقم 20 فيصده د انعام په توګه وركولې شي۔ ده ووئيل د انفارمېشن کمېشن بشپړ كېدو نه وروستو به اوس خبريالانو سره سره عام وګړي هم د كومې محكمې په معلومات د وضعه كړې شوې تګلارې ترمخه ترلاسه كولې شي۔ په 10 ورځو كښې به اړوندې ادارې څخه د معلوماتو نه ترلاسه كېدو په صورت كښې انفارمېشن كمېشن ته رجوع كولې شي۔ انفارمېشن کمېشن ته به د سول كورټ اختيارات ترلاسه وي هغه به د كومې ادارې كوم هم افسر ته سمن كولې شي۔ ده ووئيل مخالفې ډلې د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چئیرمېن شپ جواز نه لرونكې مسئله جوړه كړې ده۔ ده ووئيل زمونمږ دريځ په دې اړه ښكاره دې چې د مسلم ليګ نون د دور منصوبو آډټ دې زمونږ ټاكلې چيئرمېن وكړي او د پی ټی آئی د منصوبو آډټ دې د مسلم ليګ نون او د پي پي پي ټاكلې چيئرمېن وكړي۔ ده ووئيل دا څنګھ ممكن ده چې د مشر ورور د منصوبو حساب دې كشر ورور وكړي۔ د مخالفې ډلې دا مطالبه غېر اخلاقي ده۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د عمران خان او نواز شريف د بهر هېوادونو دورو كښې يو ښكاره فرق دا دے چې نواز شریف بهر هېوادونو څخه خپلو بچو له پېسه جمع كړې او عمران خان د هېواد بچو له جمع كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هندي سياستمدارو ته د خپلو ټاكنو نه زيات خوښ بل هېڅ نه دي۔ هندي حكومت د ټاكنو مهم كښې بوخت دے۔ ده ووئيل د حكومت سنبالولو نه وروستو تر ټولو لوئې چېلنج په ادائيګو كښې تواز وو۔ ده ووئيل زمونږ نه وړاندې چا هم د مدرسو د 25 لكهه كوچنيانو په اړه سوچ كړې نه وو۔ ده ووئيل د ادائيګو توازن مو غوره كړې۔ فېډرل انفارمېشن کمشنر محمد اعظم ووئيل د حكومت مننه كوم چې ددې مهمې ذمه وار لپاره ئې زه ټاكلې يم۔ ده ووئيل د كوم هم حكومت په اولنو 100 ورځو كښې داسې ګام پورته كول يو لويه او تاريخي كاميابي وي۔ ده ووئيل ډېر زر به د فېډرل

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں