حكومتونه بدلېږي رابدلېږي خو رياستي ادارې تل قائمې دائمې وي

image
APP94-26 ISLAMABAD: November 26 – Chaudhary Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting cutting a cake on the occasion of 54th anniversary of Pakistan Television Corporation. APP

اسلام آباد 26 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چي حكومتونه بدلېږي رابدلېږي خو رياستي ادارې تل قائمې دائمې وي٬ بلېك اېنډ وائېټ څخه پېل كېدونكې پي ټي وي د پرمختګ مزل كوي٬ د پي ټي وي په اېچ ډي منتقلۍ لپاره هڅې روانې دي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د پي ټي وي نيوز 54مې سالګيرې په موقع د كېك پرې كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن فېصل جاوېد ٬ د اطلاعات او خپرونو سېكتر شفقت جليل ٬ د پي ټي وي اېم ډي ارشد خان پشمول د پي ټي وي چارواكو په دستوره كښې ګډون وكړو۔په دې موقع د پي ټي وي د بېلا بېلو ادوارو جاج واخستې شو٬ په دې موقع هنر مندانو هم د د ي ټي وي په بېلا بېلو كاميابو رڼا واچوله ۔ د پي ټي وي په ټولو سنټرو د 54مې سالګيرې كېك پرې كړې شو۔ پي ټي وي نيوز اسلام آباد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير كښې وفاقي وزير ووئيل د پي ټي وي نيوز نن 54 كاله تېر شول٬ كله چې پي ټي وي پېل شو نو ھغه وخت د بلېك اېنډ وائيټ ٶ٬ نن په ن جي ټي وي چېلنز ماحول رنګين شوې دې۔ ده ووئيل پي ټي وي سره د څو لسيزو راهسې تړون لرونكي ادارې لپاره مهم دي ٬ پي ټي وي به راتلونكو 54 كالونو كښې هم دا ډول سالګري او ځالانده سپرلي ويني٬ د پي ټي وي انتظاميې او ملازمانو ته په 54مې سالګيرې مباركي وړاندې كووم۔ په دې موقع فېصل جاوېد هم د پي ټي وي په كاميابو رڼا واچوله او انتطاميې او ملازمانو ته ېې مباركي هم وركړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جليل د پي ټي وي نيوز په 54مه سالګيره انتظاميې او ملازمانو ته م باركي وړاندې كړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن نورو مېلمنو سره د سالګېرې كېك پرې كړو او انتظاميې او ملازمانو ته ئې مباركي هم وركړه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں