د فنانس ډویژن پرمختيائي كارونو له 1 ارب 49 كروړه 55 لكه روپۍ جاري كړې شوې

image

اسلام آباد ۔ 28 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د فنانس ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې دمه د 1 ارب 49 كروړه 55 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 1 ارب 34 كروړ روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو ترمخه حکومت کرک كښې انسټیټیوټ آف پټرولېم ټېکنالوجی جوړولو له 2 کروړه 85 لكه ، د سی پېک ترسېوري لاندې ګوادر كښې ډېسلی نېشنل پلانټ له 3 کروړه، بونی بوزند چترال روډ له 6 کروړه، د سی پېک ترسېوري لاندې ګوادر كښې د صفا اوبو رسنې له 20 كروړه ٬ خېبر انسټیوټ چائلډ هېلت اېنډ چلډرن روغتون پېښور له 20 کروړه ، ګرېټر کراچی سیورېج پلانټ له 34 کروړه 48 لكه او ګوادر ډوېلپمنټ اتھارټی له د 20 کروړه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں