د قامي صحت پارليماني سېكرټري
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) پاكستان د كورونا وائرس وېكسين د 11 لكھه خوراكونو آرډر وركړے۔ د قامي صحت پارليماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد خپل ټويټ كښې وئيلي دي د ويكسين په تر لاسه كېدو زمونږ اولنے هدف به طبي عمله وي۔ هغوي ته به دا وېكسين لګولې شي۔ هغې ووئېل چې كومو هېوادونو كښې د كورونا وائرس وباﺀ كمه شوې وه دغلته د دويمې چپې په مهال زياته تندۍ سره خپره شوې۔ په دې مهال سمې پرېكړې او اولسي احتياط زيات ضروري دے۔