سېنېټر اورنګزېب خان اوركزئې د پارټۍ مهم لارښود دے ٬د وزيراعظم عمران خان پريكړه په پراخا زړه او جذبه قبلولو سره اورنګزېب خان سېنېټ ټاكنو كښې د پارټۍ ټكټ نه تېر شو ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي سېنېټر اورنګزېب خان اوركزے د پارټۍ مهم لارښود دے ٬د وزيراعظم عمران خان پرېكړه په پراخا زړه او جذبه قبلولو سره اورنګزېب خان سېنېټ ټاكنو كښې د پارټۍ ټكټ نه تېر شوے ۔ د هغه خذمات څخه به پارټي په سباؤن كښې هم استفاده كوي۔ هغه د جمعې په ورځ د سېنېټر اورنګزېب خان په كور خبريالانو سره خبرې كولې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او د رېلوے وفاقي وزيراعظم سواتي سېنېټر اورنګزېب سره د هغه په كور ملاقات وكړو۔په دې موقع سېنېټر سجاد حسېن٬سېنېټر مرزا آفريدي او نصيب الله بازئي هم موجود وو۔وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل سېنېټر اورنګزېب خان پخوانۍ فاټا سره تعلق لري هغه چې په كومه جذبه او پراخا زړه د وزيراعظم پريكړه منلې د ستائنې وړ ده

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں