اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) حكومت د پيټرول او ډيزل بيعه كمولو او هند څخه د چينو او پومبي اغستو اعلان كړے،د غنمو د يو من امدادي بيعه 1800 روپۍ مقرر شوې ، د هند څخه به 5 لكهه ټنه چيني درآمد كولې شي، د ګرانۍ او بيعو زياتېدو په اړه په چيلنجونو قابو موندلو بشپړه هھي كوو، هره پريكړه او هره پاليسي د پاكستان پرمختګ او عام وګړي حالت ښه كولو په بنياد وي، د حفيظ شيخ احترام كوو ، هغه معيشت په سم پلو روانولو له خواري كړې ،د هغه د قابليت او ديانت دارۍ څخه څوك هم انكار نه شي كولے، وزارت بدلول د وزيراعظم اختيار دے۔دا خبري ده د خزاني وزارت چوكۍ سنبھالولو نه پس د شورو په ورځ خپل وړومبي پرېس كنفرنس كښې كړي۔ده ووئيل د كوويډ19 وباﺀ نه پس د پاكستان پشمول ټوله نړۍ كښې ګراني راغلي،مونږ د اولس د دړد نه خبر پو، د چينو ، اوړو او غوړو بيعه زياته شوې ، د خزاني و زير په حېث زه او د حكومت ټوله اقتصادي ډله د دې خبرې احساس لرو او مونږ هڅي كوو چې په ګرانۍ قابو وموندلے شي،مونږ به شپه ورځ هلي ځلو كولو سره په دې چيلنج قابو ومومو او چرته چې د صوبائي حكومتونو حاجت وي هغوي سره په رابطه كولو به په دې اړه پريكړه كولې شي۔ د خزاني وزير ووئيل يوروبانډز جاري كولو كښې مونږ كامياب شوي يو ۔ يوروبانډز لپاره 5 اربه ډالره بولي راغلي وه، پاكستان ته مسابقتي بيعه ترلاسه شوې۔ حماد اظهر ووئيل نن زما په مشرۍ كښې د كابينې اقتصادي رابطه كمېتۍ وړومبۍ غونډه شوې چې پكښې ځيني مهمي پريكړي شوې، وزيراعظم عمران خان سره د مشاورت نه پس د پيټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي كولو پريكړه شوې، د پيټرول يو ليټر بيعه كښې يوه نيمه روپۍ او د ډيزل يو ليټر بيعه كښې 3 روپۍ كمے شوے،په غونډه كښې د غنمو امدادي بيعه 1800 روپۍ يو ټن مقرر كړې شوې، دې سره به د غنمو كروندګرو ته نيغ په نيغه ګټه ورسي،ده ووئيل د چينو بيعه كښې د زياتوالي په تناظر كښې هند څخه د چينو تجارت پريكړه شوې ، د دې ګټه به نيغ په نيغه اولس ته ورسي۔ د خزاني وزير ووئيل د كابينې اقتصادي رابطه كمېتۍ هند څخه د پومبي درآمد كولو منظوري هم وركړي ،پاكستان كښې برآمدي څانګي لپاره د پومبي غوښتنه زياته ده ، مونږ دې څخه وړاندي هم د هند نه علاوه د ټولې نړۍ څخه د پومبي درآمد كولو اجازه وركړي وه، اوس د تجارت وزارت په سمري هند څخه د پومبي درآمد كولو اجازه وركړې شوي۔ د خزاني وزير ووئيل د تحريك انصاف حكومت چې كله راهسي اقتدار كښې راغلے د ګڼو معاشي چيلنجونو سره مخ يو ، حكومت په دغه چيلنجونو قابو موندلو له هلي ځلي كړي ،موجوده حكومت زرمبادله پانګو كښې تر 9 اربه ډالره اضافه كړې ، حكومت سټيټ بينك له خپلواكي وركړې ، كرنسي قدر د ماركيټ له مخي دے۔ د خزاني وزير ووئيل اولس د اوسني حكومت څخه هيلي لري،مونږ د اولسي ستونزو او معيشت د چيلنجونو ښه علم او احساس لرو، حكومت په دې اړه ګانمونه پورته كوي۔ د آئي اېم اېف په اړه د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه خبري اتري رواني دي، پاكستان د آئي اېم اېف څخه 500 مليونه ډالره نوے قسط ترلاسه كړے ، دې سره به د زر مبادلې پانګو كښې اضافه وشي۔د اېف اے ټي اېف په اړه ده ووئيل د ايكشن پلان له مخي درې څيزونه پاتي شوي كوم به چې تر جون شپړ شي۔ سټيټ بينك ترميمي ايكټ په اړه ده ووئيل په دې اړه به په پارليمان كښې پريكړه كولې شي او د اړوندو ډلو تجاويز به تر نظره ساتلے شي۔