په دې سخت وخت كښې د سوداګري ورورولۍ سره ولاړ يو، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد اردو بازار كښې د اوور لګيدنې پېښه كښې ځپلې شوې سوداګرو سره خبري اتري

image

پينډۍ 01 اپريل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيداحمد اردو بازار كښې د اوور لګيدلو پېښه كښې ځپلې شوي سوداګرو سره خبرو كښې ووئيل په دې سخت وخت كښې سوداګرې ورورولۍ سره ولاړ يو، د ځپليو د ستونزو ازالے لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پينډۍ ډپټي کمشنر کيپټن (ر) انوارالحق سره د پېښې ځائې دوره كولو په مهال وكړه۔ ډپټي کمشنر شيخ رشيد احمد له بريفنګ وركولو سره ووئيل اوور په يو دوكان كښې د شارټ سركټ له امله لګيدلې چې ورسره په نزدې دوكانونو كښې خپور شو۔ضلعي انتظاميې په وخت كاروائي كړې ۔ ډپټي کمشنر وفاقي وزير ته ووئيل ريسيکيو 1122،پو ليس ،سي ډي اے، بحريه او پاك پوځ په اوور قابو موندلو كښې برخه اخستي او په وخت امدادي كروائيو سره حالات قابو كړې شوي۔ پېښه كښې تقر يبا 23 دوکانونه ځپلې شوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں