اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټرمحمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د هېواد معیشت د مشكلاتو ښكار دې خو د ښه والي هيله لرو، ځيني وګړي د هېواد د ديواليه كيدو شوق لري خو داسې به نه كېږي،څوك چې د ديواليه كيدو نيټي وركوي بايد هغوي شرم وكړي،د كاروباری طبقے جائز مطالبات به نه يواځي منلې شي بلكه آسانۍ به هم وركولې شي۔د خالي په ورځ میډیا سره خبرو كښې ده ووئيل هېواد د مشكل اقتصادی صورتحال او چیلنجونو سره مخ دې خو د ټولو شراكت دارو په مرسته به په دې مسئلو قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل 2013 كښې هم هېواد دې ډول چیلنجونو سره مخ ؤ او هغه وخت د ديواليه كيدو خبري كيدلې هغه وخت هم د مسلم لیګ ن قیادت د سوداګرو او صنعت كارو پشمول د شراكت دارو په معاونت سره په چیلنجونو قابو موندلې او د پاكستان معیشت ئې د نړۍ 24م لوئ معیشت جوړ كړې ؤ كوم چې د بده مرغه تيرو څلورو كلنونو كښې 47م لمبر ته رسيدلې۔د خزاني وزير ووئيل مونږ هڅه كوو چې كوم هم لوظ وكړو هغه پوره كړو،د هېواد معیشت د مشكلاتو ښكار دې خو د ښه والي هيله لرو۔د خزاني وزیر ووئيل ځيني وګړي د هېواد د ديواليه كيدو شوق لري خو داسې به نه كېږي،څوك چې د ديواليه كيدو نيټي وركوي بايد هغوي شرم وكړي،د كاروباری طبقے جائز مطالبات به نه يواځي منلې شي بلكه آسانۍ به هم وركولې شي، پاكستان خپلي ټولي بهرنۍ ادائیګۍ باوري كړي۔ده ووئيل د هېواد معیشت په كوټلي نمو او د استحكام پلو رواتنولو له هڅي كوو،اولس له د آسانيو وركولو هڅي كوو۔ ده ووئيل هېواد كښې سیاسی عدم استحكام سره معیشت كمزورې كېږي ، آئی اېم اېف پروګرام كښې تاخیر سره به مشكلات وي۔ده ووئيل د زراعت پشمول ځيني څانګو كښې ښه والې راغلې، كاروباری طبقې جائز مطالبات به نه يواځي منلې شي بلكه آسانۍ به هم وركولې شي۔