صنعتونو ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ګډې هڅو او بشپړه تګلارې ته اړتيا ده۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كراچۍ په چيمبر آف كامرس تر اهتمام لاندې د ايكسپورټ ايوارډز دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 26جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې صنعتونو ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ګډې هڅو او بشپړه تګلارې ته اړتيا ده٬د تورونو لګولو څخه هېڅ نه ترلاسه كېږي٬د روان كال په مهال د پومبې رېكارډ پېداوار شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كراچۍ په چيمبر آف كامرس تر اهتمام لاندې د ايكسپورټ ايوارډز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري٬اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د توان وفاقي وزير خرم دستګير او د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل برآمدكنندګان د زرمبادلې هېواد ته راوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬د دوي هڅې د ستائنې وړ دي۔كراچۍ د پاكستان تر ټولو زياته ګټه كونكې هېواد دې٬ده ووئيل سوداګر زمونږ د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬د بېلو سوبونو د لاسه پاكستان ګاونډي هېوادونو څخه وروستو پاتې شوې٬ده ووئيل په يو بل د تورونو لګولو څخه به هېڅ ترلاسه نه شي٬وخت ضائع كولو نه غېر مونږ له به وړاندې تلل وي٬ده ووئيل صنعت ته په پېښو مسئلو قابو موندلو له به په ګډه هڅې كول وي۔ده ووئيل د پاكستان پرمختګ٬څوكالۍ٬روزګار٬پیداوار٬برآمدات او د ريونيو په ترلاسه كولو كښې سوداګر مهم كردار لري٬په دې اړه د دوي كردار د ستائنې وړ دې۔وزيراعظم ووئيل د برېښنا لائن لاسز٬غلا او نااهلي لويه مسئله ده٬مونږ په ګډه دا مسئلې حل كولې شو٬مونږ له به پاكستان ستونزو څخه ويستل او دا د 60 لسيزې په سير هېواد جوړول وي۔٬سوداګرو ته د برېښنا يو يونټ په 49 روپۍ وركولې شي٬په دې د حكومت لخوا 10 روپۍ اعانت كولې شي او دغسې د دې يونټ بيعه 39 روپۍ جوړېږي٬په تهر كښې د كوئلې بجلي ګهر لګېدو سره كراچۍ ته برېښنا په 28 روپۍ يونټ وركولې كېدې شي۔ده ووئيل په 14 اګست د برآمد كنندګان د خذماتو بايد په اولسي كچه اعتراف وكړی شي او دوي ته په اسلام آباد كښې ايوارډز وركړی شي دغسې د دوي ډاډګيرنه وكړې شي۔ده ووئيل په 16 مياشتې كښې د ګاز په پانګو كښې اضافه شوې ده۔ده ووئيل د عرب نيوز په آرټيكل كښې پاكستان لپاره د نيكو څرګندونه شوې٬دا آرټيكل د سعودي عربستان پخواني سفير ليكلې دې۔ده ووئيل خليجي هېوادونه په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو ته چمتو دي مونږ دوي ته هركلے وائيو۔په دې موقع دستورې ته په خپله خطاب كښې د سندھ ګورنر ووئيل وزيراعظم معيشت مستحكم كولو له لويې پريكړې وكړي مونږ معاشي استحكام لپاره د ده د هڅو ستائنه كوو٬د كراچي چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر طارق يوسف په خپل خطاب كښې ووئيل د وزيراعظم د معيشت دوست پالېسۍ له امله د زرمبادله پانګې زياتې شوې دي٬د سرمايه كارو راغب كولو له به ټولو سياسي ګوندونو سره ميثاق معيشت كول وي۔په دې موقع وزيراعظم برآمدكنندګانو ته ايوارډ هم وركړل۔وزيراعظم د خپل خطاب په مهال د 70 ارب فائبر آپټك متحده عرب اماراتو ته برآمد كونكې تاجر سټيج ته راوبللو او ده ته يې شاباشې وركړو۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں