د قامی اسمبلۍ سپیکر د کیپټن محمد سرور شهید نشان حیدر په 75مه برسۍ هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړي

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د کیپټن محمد سرور شهید ( نشان حیدر ) په 75مه برسۍ هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې کیپټن محمد سرور شهید 1948 كښې د کشمیر اوړی سیکټر كښې د هېواد دفاع په خاطر شهيد شوې ؤ او عمر له امر شوې۔ د زيارت په ورځ په خپل يو پیغام كښې ده ووئيل کیپټن محمد سرور شهید د بهادرۍ او شجاعت ځانګړې مثالي تاریخ جوړ كړې۔کیپټن سرور شهید د بهادرۍ او شجاعت په سوب هغه ته د هېواد تر ټولو لوئ عسکری اعزاز (نشان حیدر) وركړې شوي۔ټول قام کیپټن محمد سرور شهید ته د هغه په 75مه برسۍ پيرزوئنې وړاندې كوي او د هغه بهادرۍ او مړاني ته سلام كوي۔ده ووئيل کیپټن محمد سرور شهید نشان حیدر د هېواد دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركړې ده۔ د کشمیر وادی نن هم د کیپټن محمد سرور شهید د بهادرۍ او مړاني ګواهی كوي۔شهيدان زمونږ اتلان دي او ژوندي قامونه چري هم خپل اتلان نه هيروي۔د شهيدانو د قربانو په وجه مونږ نن آزادۍ سره ژوند كوو۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں