هیپاټائټس سی سکریننګ او زر تشخیص ته پام لرني كولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت د هیپاټائټس نړيوالي ورځ په موقع پیغام

image

اسلام آباد 28 جولائی (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټرعارف علوی وئيلي دي چې پاکستان كښې تقریباً يو کروړ هیپاټائټس سی رنځوران دي په دې تناظر كښې د هیپاټائټس سی سکریننګ او زر تشخیص ته پام لرني كولو ته اړتيا ده،په وخت کارروائی نه کولو په صورت په پاکستان كښې د هیپاټائټس له امله د ځبليو شيميره تندۍ سره زياتيدې شي دې سره د جګر کینسر خپريدو هم خطر دې۔ صدرمملکت دا خبره د هیپاټائټس نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې كړي كومه چې جمعي په ورځ په 28 جولائی د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې لمانځلې كېږي۔ صدر مملکت په خپل پیغام كښې وئيلي دي چې نن مونږ د هیپاټائټس او اړوندو رنځونو په اړه خبرتيا پيدا كولو لپاره هیپاټائټس نړيواله ورځ لمانځو، هیپاټائټس بی او سی وائرس له امله صحت ته لوئ خطر دې، هیپاټائیټس له امله نړۍ كښې ګڼ شمير ناروغۍ او زيات كسان د ژوند څخه لاس وينځي۔ صدر مملکت ووئيل ختيز بحیره روم سيمه كښې هیپاټائټس سی ناروغۍ 80 فیصده بوجھ په مصر او پاکستان دې او د افسوس خبره ده چې اوس هم زمونږ هېواد په خپله سيمه كښې د دې لوئ لوي حصه دار دې۔

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں