وزيراعظم محمد شهباز شريف مادر ملت محترمه فاطمه جناح ته د 130م زېږون ورځ په موقع پېرزوئنې وړاندې كړې

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې مادر ملت محترمه فاطمه جناح اولس، جمهوريت او هېواد لپاره تاريخي كردار لوبولې٬ د آمريت په ضد كلكه ولاړ وه٬ ھغې تحريك پاكستان او هېواد لپاره بې مثال كام كړې او قربانۍ ئې وركړې دي، قام به د مادر ملت د احسانونو قرضدارې وي٬ مادر ملت محترمه فاطمه جناح ته د 130م زېږون ورځ په موقع پېرزوئنې وړاندې وزيراعظم ووئيل فاطمه جناح د يو عظيم ورور عظيم خور وه، فاطمه جناح قام لپاره د مور درجه لري۔ ده ووئيل چې د فاطمه جناح شخصيت نننۍ انجونو او مېرمنو لپاره د لارې مشعال دے، قام د مادر ملت پاکستان لپاره خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوي او تل به د ھغې د احسانونو مقروض وي۔

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں