لېپ ټاپ او قرضه سکيم څخه به بې وزله ذهين زده كوٶنكي ګټه پورته كړي٬ بيا ټاكل كېدو سره به ځوانانو لپاره بېل كړې شوې رقم زياتوٶ۔ د وزيراعظم ډيجيټل يوتھ هب پورټل پرانستې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد عظيم تر او ځوانانو اختيار مند جوړولو عزم تكرارولو سره وئيلي چې لېپ ټاپ او قرضه سکيم څخه به بې وزله ذهين زده كوٶنكي ګټه پورته كړي، د يوتھ پروګرام له مخې تر اوسه 30 اربه روپۍ تقسيم كړې شوې دي٬ پاكستان اېجوکېشن انډوومنټ فنډ لپاره 5 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي، بيا ټاكل كېدو سره به ځوانانو لپاره بېل كړې شوې رقم زياتوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ډيجيټل يوتھ هب پورټل پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې وزيراعظم يوتھ پروګرام ګرد هېواد كښې په تندۍ سره خپروٶ٬ ما د پېښور، کراچۍ، لاهور، ګوادر دورې كړې دي٬ ګرد هېواد كښې ذهين زده كوٶنكو ته په مېرټ لېپ ټاپ وركولې كېږي٬ يوتھ پروګرام څخه کاروبار، زراعت او اېس اېم ايز لپاره د قرضو په مد كښې تر اوسه 30 اربه روپۍ د بېنكونو د لارې تقسيم كړې شوې دي۔ يوتھ سپورټس پروګرام لپاره په بجټ كښې 5 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي٬ آئي ټي پروګرام ، فري لانسرز ، فني تربيې او نورو څانګو لپاره په مجموعي توګه په بجټ كښې 80 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ ځوانانو لپاره د كاروبار قرضو په مد كښې 5 اربه روپۍ اېښودلې شوې دي٬ وظائف لپاره 5 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ده ووئيل چې په كال 2008 كښې پنجاب اېجوکېشن انډوومنټ فنډ مونږ جوړ كړې ٶ او په لس كالو كښې ذهين زده كوٶنكو ته د 22 اربه روپۍ سكالرشپس وركړې شوي او دې څخه د 4 لكه نه زيات زده كوٶنكي مستفيد شوي٬ اوس د وفاق په كچه پاکستان اېجوکېشن انډوومنټ فنډ جوړ كړے شوے كوم لپاره چې 5 اربه روپۍ اېښودلې شوې دي او دا رقم د ذهين زده كوٶنكو ترمينځه وېشلې شي۔ وزيراعظم ووئيل كه زما په وس كښې وي نو زه به دا رقم د 5 اربه نه زياتولو سره 500 اربه ته ورسوم٬ ځوانان د دې پورټل د لارې خپل ځان رجسټرډ كولې شي٬ لېپ ټاپ سکيم سركاري تعليمي ادارو كښې بې وزله زده كوٶنكو لپاره دے د نجي تعليمي ادارو زده كوٶنكو لپاره نه دې ځكه چې ھغوي زيات فيسونه ادا كولې شي نو لېپ ټاپ هم اخستې شي۔ ده ووئيل چې ځوانان واكمن جوړولو لپاره به ټول اقدامات كولې شي٬ مونږ به په ګډه هېواد عظيم جوړوٶ٬ ځوانانو څخه هم هيله لرو چې ھغوي به د هېواد په پرمختګ كښې خپل بشپړه كردار ولوبوي۔ دستورې ته د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې شزه فاطمه خواجه او سېنېټر عبدالقيوم هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں