د وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د سي ډي اے چارو په اړه مهمه غونډه

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ امر كړے چې د اسلام آباد ماسټر پلان جاج لپاره دې وفاقي كمېشن زر تر زره جوړ كړے شي٬ د اسلام آباد وګړو ته د پاركنګ آسانيو لپاره دې پاركنګ پلازه جوړه كړې شي٬ اړوند چارواكي دې په ښار كښې د ټرافېك فشار كمولو لپاره موثره لائحه جوړه كړي، د اسلام آباد ماسټر پلان اصلاح كول د وفاقي حكومت لومړو ترجيحاتو كښې دي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د سي ډي اے چارو په اړه مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په اسلام آباد كښې د سائيكل لېنز منصوبې او د اسلام آباد د ماسټر پلان په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم امر وكړو چې بائيسكل لينز منصوبه اسلام آباد لپاره يو ماحول دوسته منصوبه ده كومه چې دې په ترجيحي بنيادونو بشپړه كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام آباد ماسټر پلان جاج لپاره دې وفاقي كمېشن زر تر زره جوړ كړے شي ، د اسلام آباد ماسټر پلان اصلاح كول د وفاقي حكومت لومړو ترجيحاتو كښې دي۔ وزيراعظم ووئيل په اسلام آباد كښې د استوګنې نوې منصوبو لپاره دې عمودي تعميراتو ته ترجيج وركړې شي۔ وزيراعظم په غونډه كښې اړوند چارواكو ته په اسلام آباد كښې كاروباري هلو ځلو لپاره د كثير المنزله ودانيو جوړولو لپاره سرمايه كار راغب كولو لپاره د موثره لائحې جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل په اسلام آباد كښې د پاركنګ مسئلې حل كولو لپاره دې خاص ودانۍ جوړې كړې شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم اړوند چارواكو ته په ښار كښې د ټرافېك فشار كښې كمي لپاره د موثره لائحې جوړولو امر وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې په بائيسكل لېنز منصوبې كښې 374 كلوميټر لېنز او 150 پاركنګ سټيشنز جوړول شامل دي۔ په غونډه كښې داخله سېكتر٬ د سي ډي اے چيئرمېن او نورو لوړ پورو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں