د جاپانی سفیر د زلزلې دلاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه ٬ ځپليو سره د مرستې كولو پېشكش

image

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د جاپان سفير کونینوری مټسوډا د زلزلې دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د خپل حكومت لخوا ځپليو كورنيو سره د مرستې كولو پېشكش كړې دې۔ د شورؤ په ورځ د جاپان سفير د نېشنل ډیزاسټرمېنجمنټ (اېن ډی اېم اے) چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) محمد افضل سره ټېلېفوني تماس ونيولو او تېره ورځ د راغلې زلزلې په نتيجه كښې په شوي زيان ئې د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ځپليو كورنيو سره د مرستې كولو پېشكش هم وكړو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د جاپان سفير مننه وكړه۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل دا مهال مونږ د زيان جاج اخلو او كه بهرنۍ مرستې ته اړتيا وه نو د جاپان سفير به خبرولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں