خارجه وزير شاه محمود قرېشي د او آئي سي رابطه ډلې غوندې نه پس مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د او آئي سي په اعلاميه كښې د پاكستان د نكته نظر توثيق شوې٬د كشميريانو غږ ورځ تر ورځې زورول كېږي٬وزيراعظم عمران خان چې د اولس مشر ټرمپ سره ملاقات كښې د كشمير په مسئله كوم موقف اختيار كړې هغه د وياړ وړ دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د او آئي سي رابطه ډلې د غونډې نه پس مېډيا سره وكړې۔ده ووئيل په ننۍ غونډه كښې د آزاد كشمير اولس مشر د كشميريانو نمائندګي كړې او په غونډه كښې ټولو غړو په اعلاميه لاس ليك كړی۔نن چې كومو خلكو د او آئي سي په حقله ابهام لرلو هغه ختم شوې۔ده ووئيل نن ټول مسلمانان د كشمير په حقله يو موټې دي۔وزيراعظم عمران خان د نيويارك ټائمز اېډيټوريل بورډ سره ملاقات كړی٬نن به د ناروے وزيراعظم سره هم ملاقات كوي چې پكښې به په كشمير خبرې كېږي۔ده ووئيل زه به د جي سي سي په غونډه كښې هم نن د كشمير مسئله پورته كوم٬د كشميريانو غږ تر ورځې زور نيسي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د خطاب په وخت به په زرګونو كسان د مودي په ضد مظاهره كوي۔ده ووئيل مونږ د امريكې په رويه كښې څرګند بدلون وينو٬ځكه هغوي بيا بيا د ثالثۍ خبره كوي۔ده ووئيل يو هېواد د چا نوم چې هند دې هغه سارك تنظيم بې معنې كړی چې هر څه سم دي نو هغوي د سارك غونډې ته د راتللو نه ولې يرېږي۔ده ووئيل وزيراعظم پرېس كنفرنس كښې په ډاګه كړی چې نړۍ په هر څه خبره خو هغوي تجارتي مجبورۍ لري٬نن نړۍ بدلېږي٬په واشنګټن پوسټ اينډېفينډېټ٬نيويارك ټائم كښې څوك ليكل وي دا ټوله لويديزه مېډيا ده۔خارجه وزير ووئيل زما د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر فيډريكا موګيريني سره ملاقات شوې۔اروپائي ائتلاف كوم چې د 28 هېوادونو نمانئده دې٬په هغې كښې په وړومبي ځل د شخړيز كشمير په حقله د ملګرو ملتونو د قراردادونو ذكر شوې۔

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں