حكومت كاروباري ورورولۍ له هر ډول آسانيو وركولو له لوظي دې۔وزيراعظم عمران خان غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې په هېواد كښې صنعت وده وركولو او ګټور كاروباري هلو ځلو او د سرمايې پیدا كولو موقعې زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي٬حكومت كاروباري ورورولۍ له هر ډول آسانيو وركولو له لوظي دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د صنعت ودې او په خاص توګه په برآمدات د ټېرف شرح٬موجوده ټېرف نظام كښې د ښه والي په حقله د اقداماتو په لړ كښې غونډې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔په غونډه كښې د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ او نورو افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ټېرف موجوده نظام او په هغې كښې د ښه والي لپاره د اقداماتو جاج واخستلې شو او د ټېرف نظام د كارباري طبقې د حاجتونو له مخې جوړولو تګلاره وزيراعظم ته وړاندې كړی شوه۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې صنعت وده وركولو او ګټور كاروباري هلو ځلو او د سرمايې پیدا كولو موقعې زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي٬حكومت كاروباري ورورولۍ له هر ډول آسانيو وركولو له لوظي دې

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں