يو موټې كېدو سره انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ او اسلاموفوبيا ته ماتې وركول ممكن دي۔ هند كښې په اقليتونو د روانو ظلمونو په ضد به نړۍ له خپله خاموشي ماتول وي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ٬ چیئرمین پاکستان علماء کونسل

image

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وفاق المساجد اوالمدارس صدر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي خپلو كښې يووالي سره انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ او اسلاموفوبيا ته ماتې وركړې كېدې شي۔ هند كښې په اقليتونو روانو ظلمونو به نړۍ له خاموشي ماتول وي۔ پاکستان علماء کونسل په هره كچه د مذهبونو او مسلكونو ترمينځه مكالمې او همغږۍ له چمتو دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ يو بيان كښې وكړه۔ طاهر اشرفی ووئيل د انتهاخوښۍ ٬ ترهګرۍ ٬ فرقه وارانه تشدد او اسلاموفوبيا په ضد نړۍ كښې منظمو هڅو كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد اوږد جنګ كړې دې كوم كښې چې كاميابي ترلاسه شوې ده۔ ده ووئيل د اے پي اېس پېښه كښې د شهيد شويو بې ګناه كوچنيانو وينې ټول قوم د انتها خوښۍ او ترهګرۍ په ضد يو موټې كړې دې او د ترهګرۍ ختمولو له چې پاك پوځ كومې قربانۍ وركړې دي هغې ته قوم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔
طاهر محمود اشرفی ووئيل د هند انتها خوښې مودي سركار خپله زمكه اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو تنګه كړې ده او مودي سركار د منطقې امن له خطر جوړ شوې دې۔ د مقبوضه کشمیر د آزاد حېثيت خاتمه ٬ څلور مياشتو څخه روانه تر ټولو اوږده كرفيو ٬ د بابري مسجد متنازعه پرېكړه او اوس د متنازعه شهريت قانون ددې لړۍ كړۍ دي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د هند ددې جارحانه ګامونو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں