د اېوی اېشن ډویژن پرمختيائي منصولو له د 5 کروړه 27 لكه روپو فنډز جاري

image

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګه پرمختيائي پروګرامونو كښې د اېوی اېشن ډویژن پرمختيائي منصوبو له د 5 کروړه 27 لكه روپو فنډز جاري كړې دي۔ حکومت ددې ډویژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال يو ارب 26 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې حكومت ملتان كښې موسمياتي رېډار لګولو له 60 لكه ، کراچۍ كښې موسمیاتی رېډار لګولو له 60 لكه ، د اسلام آباد انټرنېشنل ایئر پورټ سېکورټی فورس کېمپ جوړولو له 2 کروړه او کسانه بند جوړولو له د 2 كروړه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں