سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد ۔ 12 ستمبر (اے پي پي) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئيلي دي د كشمير مسئله رامخې ته كولو له وزير اعظم عمران خان مهم كردار ترسره كړې، هغه دا مهال د كشمير مسئلې تر ټولو ستر سفير دے۔ په مقبوضه كشمير كښې چې كوم ظلم او زياتې روان دے الفاظ ئې بيانولې نه شي۔ كرفيو حكومتي پراپرټۍ يا بشري ځانونه بچ كولو له لګولې شي دغلته محاصره كولو سره خلق بنديوان كړې شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده او پي اېف ګرلز کالج اېف اېټ ټو اسلام آباد كښې د دفاع او كشمير سره د يو والي حوالې سره راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ زلفي بخاري ووئيل شهيدان يادول زمونږ فرض دي او مونږ بايد خپل پوځ ته سلام وكړو چې نن مونږ د دوئي په پولو د پاتې كېدو لامله په ښارونو كښې په امن ژوند كوو۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د كال 2019ﺀ تر ټولو لويه مسئله ده۔ نور هېوادونه د حقونو خبره خو كوي ولې كشمير كښې چې د بشري حقونو كومه خلاف ورزي روانه ده دې ته څوك هم پام نه كوي۔ دغې خلقو سره د انسانيت فكر نشته ٬ پنډتانو ته مقبوضه كشمير كښې د زمكو وركولو منصوبه جوړلې شي او كه حالات دغسې پاتې شول نو اندېښنه ده چې دوه څخه درې كاله كښې به دوه څخه تر درې ملينه كشميري وګړي د كډوالو په شكل كښې د پاكستان په پوله تر نظره كړې شي۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په ډاګه كولو كښې وزيراعظم عمران خان مهم كردار ترسره كړې۔ هغه دا مهال د كشمير مسئلې تر ټولو ستر سفير دے ولې چې هغه په پاكستاني كېدو وياړ لري۔ ده ووئېل د مقبوضه کشمير اوسنۍ مسئلې ټول پاكستانې قام يو موټې كړې۔ ده په استاذانو زور راوړو چې هغوي زده كوؤنكي مقبوضه كشمير كښې د روان ظلم او زياتي څخه خبر ساتي۔ دستورې ته د او پي اېف اېم ډي ډاكټر عامر شېخ ٬ د كالج پرنسپل شاهينه مسعود او نورو هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں